دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 112080
پاکستان له افغان طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره جګړه ودروي
تاند- پاکستان په خپله خاوره کې مېشتو افغان طالب مشرانو ته خبرداری ورکړی چې یا ژر تر ژره پسرلني عملیات ودروي او یا دې د خپل عمل پایلو ته انتظار وکړي.
ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي چې په اسلام اباد کې باوري سرچینو ورته ویلي چې طالبانو ته د پاکستان له دې خبرداري څخه د افغانستان حکومت هم خبر دی.
سرچینې، چې ایکسپریس تریبیون یې د نوم یادونه نه ده کړې، دا هم ویلي چې د جګړې د نه درولو په صورت کې طالبان د پاکستان او افغانستان له ګډ اقدام سره مخامخېدای شي.
د پاکستان استخباراتي ادارې، چې له ډېرو کلونو راهیسي په افغانستان کې د جګړې د اور د تود ساتلو لپاره د طالبانو ملاتړ کوي، په وروستیو ورځو کې په یوه بې ساري اقدام کې د طالبانو استازي د چین په ارومچي کې د افغانستان د سولې د عالي شورا له غړیو سره خبرو ته کښېنول. په دې خبرو کې چې د تېرې سې شنبې او چهارشنبې په ورځو وشوې، د سولې د رسمي خبرو په اړه بحث وشو.
ناتایید شوي راپورونه وايي چې پاکستان د سږ کال په مارچ میاشت کې هم د افغان طالبانو مشرانو ته خبرداری ورکړی و چې که د سولې خبرې ونه کړي د پاکستان له خاورې به وایستل شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdch6inzv23nzvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته