دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۰۴
د مطلب کود : 102081
ایران داژانس دیوه پلټونکي د ملیت په دلیل هغه ته ویزه نه ده ورکړي
په اټومي انرژۍ نړیوال اژانس کښې دایران استازي وویل ایران داژانس دیوه پلټونکي د ملیت په دلیل هغه ته ویزه نه ده ورکړي .
 په اټومي انرژۍ نړیوال اژانس کښې دایران استازي رضا نجفي له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل ایران فیصله کړي ده چې داټومي اژانس دیوه پلټونکي دملیت دډول ډول والي په دلیل د ویزې له ورکولو ډډه وکړي او دغه ویزه له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره د ایران له ملګرتیا سره هیڅ ارتباط نلري .
په اټومي انرژۍنړیوال اژانس کښې دایران استازي ټینګار وکړ دادایران حق دی چې خپلې خاورې ته د ورتلو د اجازې د ورکولو په باره کښې فیصله وکړي .
هغه وویل ایران داټومي انرژۍ دنړیوال اژانس دپلټڼې دټیم نورو غړیو ته ایران ته دورتلو لپاره ویزې ورکړي وې .
رویټرز خبري اژانس د لویدیځ دیوه ډیپلوماټ په قول راپور ور کړی وو هغه سړی چې ایران ورته له ویزې ورکولو ډډه کړي ده امریکايي دی .
ایران مخکې هم په ځلونو دهغو پټو اطلاعاتو چې اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته یې و رکړي دي په ایشوا کیدا اندیښنه څرګنده کړي ده .
بل خبردا چې داټومي انرژۍ نړیوال اژانس وویل په راتلونکو شپږویشتو (۲۶)کلونو کښې په دنیا کښې دانرژۍ تقاضا زیاتیږي .
دغه راپور وايي چې په ۲۰۴۰ میلادي کال کښې به دانرژۍ نړیواله تقاضا له اوسني وخت څخه کابو اوه دیرش (۳۷) فیصده زیاتوي په داسې حال کښې چې دغیر فسیلي انرژۍ ګزینې دځینو هیوادونو تر سلطې لانډې پاتې کیږي .
داټومي انرژۍ ظرفیت تر ۲۰۴۰ میلادي کال پورې کابو ۶۰ فیصده زیاتیږي او دغه زیاتیدل به په څلورو هیوادونو هند، چین، جنوبي کوریا او روسیې متمرکزه وي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdch6inzz23nvvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته