دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۵:۱۶
د مطلب کود : 137885
بهارک ولسوالۍ ته دطالبانو نومول شوى ولسوال ټپي شو
دبدخشان ولايت دبهارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې په تيرو ٢٤ ساعتو کې دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دجګړې له امله يو ډار اچوونکى ووژل شو.
او ددغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ټپي شو.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې : دبدخشان ولايت دبهارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې له وسله والو طالبانو سره دامنيتي ځواکونو دجګړې په بهيرکې دبهارک ولسوالۍ لپاره دوسله والو طالبانو نومول شوى ولسوال ډاکتر فضل الله ټپي شو او دغه راز دفارياب ولايت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ دشوپاخته په کلي کې دامنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ دجګړې په بهير کې يو ډار اچوونکى طالب ووژل شو او دوه تنه نوريې ټپيان شول .
ديوبل خبرله مخی دننګرهار ولايت دچپرهار ولسوالۍ داغز کي او د تريلى په کليو کې دشاهين-٢٦ چاڼيزو عملياتو په دوام دغه سيمې پاکې او درې ميله وسلې دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز د روزګان ولايت دمرکز ترينکوټ ښار او د دهراود دولسوالۍ په مربوطاتو او دقندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دعملياتو په بهير کې ٢٥ ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړى شول.
https://avapress.com/vdch6qnzm23nx6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته