دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۳۹
د مطلب کود : 127480
ارزګان کې د تړلو لارو د خلاصولو عملیات پیل شول
دا مهال د ارزګان له مرکز ترینکوټ سره د خاص اروزګان ، چینارتو ، شهیدحساس ، او دهراود ولسوالیو لاري تړلي دي.
د ارزګان ولایتي چارواکي وایي، دغه علمیات د دهراود او ترینکوټ ترمنځ د لويې لارې پر سر له پرون ورځې راهیسې پیل شوي .
د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او دهراود ترمنځ لار له تیرو دریو میاشتو راهیسې د ترافیکو پر مخ تړلې ده .
دا مهال د ارزګان له مرکز ترینکوټ سره د خاص اروزګان ، چینارتو ، شهیدحساس ، او دهراود ولسوالیو لاري تړلي دي
د ارزګان د امنیت امر عبدالقوي وايي چې تر اوسه پورې افغان امنیتي ځواکونو د دهراود د لارې د خلاصون په عملیاتو کې ۸ کیلو متره وړاندې تګ کړی، چې په روانو عملیاتو کې د دولت وسله والو مخالفینو ته هم درنه مرګ ژوبله اړولې ده، خو هغه مخالفانو ته د رسیدلي د سر د زیان کره شمېره په ډاګه نکړه.
د ارزګان د امنیت امر وایي چې تر اوسه پورې د حکومتي قواوو یو زرې موټر د سړک دغاړي پر ماین ختلی او یوتن پوليس پکښې وژل شوی دی .
تیره اونۍ د کندهار – اروزګان لویه لار هم تر دوومیاشتو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو پراخو پوځي عملیاتو په پایله کې د ترافیکو پر مخ بیرته خلاصه شوه .
د ارزګان ولایت زیاتره اوسیدونکي د لارو د تړل کیدو له کبله له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د خوراکي توکو په ګډون لومړني د اړتیا وړ توکي په ډيره لوړه بیه رانیسي .
وسله والو طالبان په ارزګان کي د تازه نښتو او نظامي عملیاتو په اړه کومه تبصره نده کړې .
https://avapress.com/vdch6qnzv23nikd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته