دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 90038
د کانکور پر ځای دې د لېسو تکړه زده کوونکي پوهنتونونو ته معرفي شي
تاند- د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر د دوشنبې په ورځ ولسي جرګې ته وویل چې د کانکور د ازموینې پر ځای دې د لېسو د وروستیو درو کلونو د لوړو نومرو پر اساس پوهنتونونو ته زده کوونکي جذب شي.
ولسي جرګې پرون د لوړو زده کړو وزیر د دې لپاره وربللی و چې ولي د کانکور په ازموینه کې له ۲ لکه ۳۰ زره زده کوونکو څخه، چې په ازموینه کې یې ګډون کړی و، ۱۲۰ زره پوهنتونونو او د ښوونکو د روزنې موسسو ته بریالي شوي دي.
د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید د وکیلانو پوښتنو ته د ځواب ویلو په مهال وویل چې کانکور ستونزه نه شي حل کولی ځکه چې پوهنتونونو ته د متقاضیانو شمېر زیات دی او د پوهنتونونو د جذب امکان لږ.
ښاغلي عبید وویل چې یو کال وروسته به د پوهنتونونو د جذب امکان په کال کې ۱۱۰ زرو ته لوړ شي خو د کانکور په ازموینه کې د برخوالو زده کوونکو شمېر به څلور لکو ته زیات شي.
د حامد کرزي په حکومت کې، چې نور په ختمېدو دی، د کانکور په ازموینه کې د یوې دقیقې محاسبې پراساس د خاصو سیمو اوسېدونکي پوهنتونونو ته له بریالیتوبه راګرځول شوي دي خو د تېر کال له شرموونکي کانکور ازموینې او د خلکو له څه نا څه اعتراضونو وروسته سږ کال یوازینی کال و چې په نسبي ډول په کانکور کې لږه درغلي شوې ده. له همدې کبله دا ځل د ولسي جرګې غړیو، چې د تېرو کلونو په شان پوهنتونونو ته د ځانګړو سمتونو د زده کوونکو د بریالیتوب غوښتونکي دي، د اعتراض ږغ پورته کړ، وزیر یې احضار کړ او توندې خبرې یې ورته وکړې.
د تېر کال په ازموینه کې د دایکنډي په سلو کې تر ۸۰ زیات زده کوونکي په لوړو نومرو لوړو پوهنځیو ته بریالي شوي وو.
د لوړو زده کړو وزیر وویل، څوک چې په لېسه کې لوړې نومرې اخلي، پوهنتونونو ته دې معرفي شي، دا کار به د پوهنتونونو د زده کړو سویه هم لوړه کړي.
تېر کال د خلکو له اعتراضونو وروسته ولسمشر کرزي وویل چې د لېسو اول نومره او دوهم نومره دې مستقیماً په پوهنتونونو کې ومنل شي خو د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو له دې نظر سره مخالفت وکړ.
په تېرو ۱۲ کلونو کې ښايي هیڅ کال داسي نه وي تېر شوی چې خلکو دې د کانکور په ازموینه کې د درغلۍ، فساد او د نومرو مخکې تر مخکې افشا کېدو شکایت نه وي کړی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdch6vnw.23nvxdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته