دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۲۱
د مطلب کود : 150385
د نادعلی ولسوالی امنیه قوماندان شهید کړل سو
د سیمه ایز سرچینو ګزارشونو په اساس، دګروال عمرجان حقمل، د هلمند ولایت نادعلی ولسوالی امنیه قوماندان د طالبانو سره په جنګ کی شهید سو.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د هلمند مطبوعاتی دفتر اعلان په اساس، حقمل تیره شپه ناوخته، د طالبانو سره په جنګ کی ژوند له لاسه ورکړی دی.

ذبیح الله مجاهد، د طالبانو ویاند خپل تویتر پاڼه کی لیکلی دی چی د نادعلی ولسوالی امنیه قوماندانی د طالبانو کمین کی د خپلو ۴ تنو ساتونکو سره شهید کړل سوی دی او لیږونکی تانک یی هم خراب کړل سوی دی.

په دی حال کی د هلمند ولایت مقام دفتر د حقمل ساتونکو شهید کیدو په اړه څه نه دی ویلی.

 

https://avapress.com/vdch6vnzm23nmxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته