دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۹:۳۶
د مطلب کود : 110181
افغانستان او ایران جمهورو رئیسانو د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار تهران ته له رسېدو وروسته په داسې حال کې چې د ده د سورلۍ موټر د یو شمېر آسپ سپرو لخوا بدرقه کېده او د افغانستان او ایران ملي سرودونه غږول کېدل، د سعد آباد په ماڼۍ کې د ایران د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس ډاکټر حسن روحاني لخوا ورته د یو لړ رسمي تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې تود هرکلی و ویل شو.

وروسته جمهورو رئیسانو او د دواړو هېوادونو لوړ رتبه پلاوو د دوه اړخېزو کتنو په ترڅ کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سیمه ایزو مسئلو په شمول په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا او د یو شمېر نورو د علاقې وړ موضوع ګانو په باب بحث او مذاکرې وکړې.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني جمهور رئیس غني او د هغه ملګري پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل، هیله لرم چې نننۍ مذاکرې د دواړو ملتونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا سبب شي.

ده دې ته په اشارې سره چې د افغانستان او ایران خلکو له پیړیو له را په دیخوا د یو بل تر څنګ ژوند کړی دی، وویل چې موږ باید د دغو دوه ملتونو نیږدیوالی او اتحاد لا ډېر کړو.



ډاکټر روحاني د ترهګریزو پېښو په جریان کې د افغانستان د بې ګناه خلکو د وژل کېدو له امله خواشیني څرګنده کړه او له تروریزم سره د مبارزې په لاره کې یې له افغانستان سره د خپلې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.





ده دې ته په اشارې سره چې په افغانستان کې امنیت د سیمې د امنیت سبب کیږي، وویل چې دواړه هېوادونه له خطرناکو بانډونو سره د مبارزې لپاره باید له یو بل سره اطلاعاتي همکاري ډېره کړي.



د ایران جمهور رئیس وویل، افغانستان او ایران علاقه مند دي چې د اقتصاد، کانونو، صنعت او سوداګرۍ په برخوکې خپلې همکارۍ پراخې کړي او د چابهار بندر ترانزیتي تګلوری له زاهدان سره و نښلوي.





په مقابل کې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ایران د حکومت او خلکو لخوا د افغانستان لوړ رتبه پلاوي ته د تاوده هرکلي او میلمه پالنۍ او له افغانستان سره د اوږدمهالې، منځ مهالې او لنډ مهالې همکارۍ لپاره د دغه هېواد د چارواکو له ارادې څخه مننه وکړه.



جمهور رئیس وویل چې د مهاجرینو مسئله زموږ لپاره حیاتي ده له همدې امله د افغانستان کابینې د مهاجرینو عالي کمیسیون جوړ کړی دی. موږ غواړو چې افغان کډوال ثبت او راجستر شي ترڅو په پړاویز، تدریجي او په داوطلبانه ډول هېواد ته د بېرته راستنېدو زمینه ورته برابره شي.



د هېواد جمهور رئیس داعش یو ګډ جدي خطر وباله او له جرمي اقتصاد سره د مقابلې لپاره یې پرلا ډیرو سیمه ایزو همکاریو ټینګار وکړ.



جمهور رئیس غني دې ته په اشارې سره چې د افغانستان کابینې د ولسي جرګې لخوا په ډله ایزه توګه د باور رایه ترلاسه کړه، وویل چې موږ به یو سل ورځنی کاري پلان جوړ کړو.



جمهور رئیس محمد اشرف غني دې ته په اشارې سره چې افغانستان غواړي له ایران سره په بېلابېلو برخوکې خپلې همکارۍ پراخې کړي، وویل چې د چین هېواد پلاوی به ډېر ژر له چین څخه واخان او هرات ته د اوسپنې د پټلۍ د جوړولو مسئله وڅيړي.



جمهور رئیس غني دې باندې په ټینګار سره چې د ملي وحدت حکومت ټینګ او پایه دار دی، وویل، موږ سولې، ثبات او سوکالۍ ته د رسېدو لپاره ټینګه اراده لرو او غواړو افغانستان د همکاریو په مرکز بدل کړو.



جمهور رئیس محمد اشرف غني زیاته کړه، موږ اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د هغه د ګاونډیانو برخلاف وکارول شي.



د دغې کتنې په پای کې جمهور رئیس غني خپل ایراني سیال ډاکټر حسن روحاني ته بلنه ورکړه چې په یو مناسب فرصت کې افغانستان ته سفر وکړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6vnzz23nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته