دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۱۴
د مطلب کود : 139586
د استعفا په اړه به مې ډېر ژر پرېکړه وکړم
د بلخ والي عطا محمدنور ویلي چې ډېر ژر د بلخ ولایت له مقام څخه به د خپلې استعفا په اړه پرېکړه وکړي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د بلخ والي عطا محمدنور د سې‎شنبې په ورځ(د وري په لومړۍ)د نوروز د جشن په مراسمو کې ویلي چې ډېر ژر د بلخ ولایت له مقام څخه به د خپلې استعفا په اړه پرېکړه وکړي.
هغه چې له څه باندې ۱۰ کلونو راهیسې د دغه ولایت تر ټولو لومړی مقام په څوکۍ تکیه کړې په دغو مراسمو کې یې تینګار وکړ چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون لپاره د بلخ ولایت له مقام سره به خدای په اماني وکړي.
هغه زیاته کړه:«د خپلې استفعا په اړه ډېر ژر به پرېکړه وکړم.خو په یوه شرط چې موږ له ولسمشر او همدارنګه له جمعیت سره د هوکړو د بشپړ عملي کېدو په تمه یوو چې د هغه لاسوند د بشپړېدو په حال کې دی.»
په همدې حال کې د ولسمشر دویم مرستیال چې د نوروز جشن لپاره مزار شریف ښار ته تللی دی له نړیوالو څخه یې وغوښتل چې د ترهګرۍ د له منځه وړیو په کار کې له افغانستان څخه لا ډېر ملاتړ وکړي او همدارنګه له ترهګرو په ملاتړو هېوادونو فشارونه زیات کړي.
هغه وویل:«دې ته په کتو سره ترهګري د بشریت ګډ دښمن دی له دې امله له ټولو هېوادونو او نړیوالۍ ټولنې غواړم چې له موږ سره د جګړې په دې لومړۍ کرښه کې له تېر څخه زیات ملاتړ وکړي.»
ښاغلي دانش د دولت مخالفو وسله‎والو ته یې ګواښ وکړ که‎چېرې وسلې پر ځمکه کې نه ږدي،له منځه به ولاړ شي.
هغه زیاته کړه:«که‎چېرې ترهګر د سولې په ځلونو غوښتنو ته منفي ځواب ووايي چې تراوسه همداسې شوي،له هغوی سره له مقابلې پرته بله لاره نشته.»
د هېواد له ګوټ ګوت څخه په زرګونه تنه د نوروزو د لمانځلو لپاره مزارشریف ښار ته تللي وو او د نوروز جنش یې ولمانځه.
په دغو ځانګړو مراسمو کې،جهنده پورته شوه او اسمان ته د رنګینو پوکانو له خوشې کولو سره د سولې پیغامونه واستول شول.
د ملي پوځ چورولکو له هسک(اسمان) څخه د خوښۍ او خوشحالۍ پيغامونه خپاره کړل.
مزاریانو او د حضرت علي د روضې دننه او بهر په زرګونه تنه نور مېلمانه سره راغونډ او نوروز یې ولمانځه. د نوروز جشن ډېره مخینه لري چې موده وړاندې نړیوال شو اوله پخوانیو دورو تراوسه لمانځل کېږي.
https://avapress.com/vdch6wnz-23nxmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته