دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 94692
د کندز سوداګر: انتخاباتي لانجو د سوداګرو کاروبار زیانمن کړی دی
په کندزکې د سوداګرۍ او صنایعو اتاق چارواکي وايي، چې انتخاباتي لانجو د سوداګرو کاروبار زیانمن کړی دی.
د کندزد سوداکرۍ اتاق، د صادراتو مدیر مسعود وحدت ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، په دویم پړاو انتخاباتو کې لانجو پر اقتصادي فعالیتونو منفي اغیز کړی، چې له امله یې د دوی صادرات بهرنیو هېوادو په ځانګړي ډول تاجکستان ته ۵۰ سلنه کم شوی دی.
په همدې حال کې د کندزولایت سوداګراو دوکانداران هم په هېواد کې له روان وضعیت څخه اندیښمن دي.
دوي وايي، که حالت په همدې شکل دوام وکړي ښايي چې سوداګرله ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdchi-nw.23nkwdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته