دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۰۲:۱۲
د مطلب کود : 156325
لبنان؛ توطئه سرګذشت او برخلیک پراختیا
سعد حریری؛ د لبنان لمړۍ وزیر د مشکلاتو کمولو لپاره د لبنان حزب الله د نقش څخه ستایلو سره، ددی غوښتونکی سوی دی چی دا هیواد د ایران او عربستان د سیمه ایز مناقشی څخه لیری پاته سی. ښاغلی حریری وویل چی د هغه په نظر حزب الله کولای سی ددی هیواد بل دولت چی د مه میاشت ټاکنو وروسته به جوړیږی، کې حضور پیدا کړی. ښاغلی حریری د تیر میلادی کال نوامبر په ریاض کې، د حزب الله لبنان او ایران څخه نیوکو سره، استعفا ورکړی وو. د ښاغلی حریری ناببره استعفا د عربستان سعودی له لوری نیوکی وسوی او رسنۍ او لبنان چارواکی ادعا کړی چی ښاغلی حریری د عربستان سعودی تر فشار لاندی استعفا ته مجبور سو. ښاغلی حریری په نهایت کې د فرانسه میانجیګری وروسته، عربستان پریښوده او لبنان ته بیرته ګرځیدو سره، خپل استعفا بیرته واخیسته. سعد حریری ویلی دی چی حزب الله د دولت یو برخه دی او دا، یو پراخ دولت دی چی په هیواد کې سیاسی ثبات لامل کیږی. د لبنان لمړۍ وزیر ویلی دی: عربستان هیڅ وخت په مستقیم توګه د لبنان په سیاست کې دخالت نه دی کړی. د لبنان لمړۍ وزیر محتاطانه موضع ګیری د سعودی عربستان نقش په اړه د لبنان په وړاندی توطئه کې، طراحی کړی وو، هغه څه چی د ښاغلی حریری استعفا کیسه کی پیښه سو، هغه مفتضحانه پروژی ماته وو چی مستقیمآ د سعودی رژیم له لوری دایران سره د لبنان رژیم نیابتی جنګ لپاره طرحه سوی وو. سعودی عربستان د لبنان لمړۍ وزیر اهانت لرونکی چلند سره، لمړۍ د هغه څه د یو مستقل هیواد رسمی مقام په حیث، یو رسمی استقبال یا هم ښه راغلاست ونه کړه، هغه ۴ ساعته د ریاض په هوایی ډګر کې، سعودی رسمی مقام ته په صبر پاتیږی او په نهایت کې، د سعودی رژیم له لوری تحمیلی بیانیه د لبنان لمړۍ وزیری مقام څخه استعفا سره مخ سو چی باید د العربیه تلویزیون له لوری وویل سی! وروسته د هغ هم د لبنان لمړۍ وزیر، حتی د څو ورځو لپاره، ګروګان ونیول سو او د سعودی عربستان څخه وتلو حق نه لری ترڅو د فرانسه په منځګړیتوب سره پاریس ته سفر وکړ او د هغه ځایه قبرس او مصر او په نهایت کې لبنان ته ولاړ. په دی سره، تراوسه د ښاغلی حریری کورنۍ ځینی غړۍ، د سعودی رژیم او عربستان ماموریانو تر مستقیم نظارت لاندی قرار لری ترڅو په دی اساس، لبنان لمړۍ وزیر د لبنان وحدت او ثبات او امنیت په وړاندی امنیتی او سیاسی توطئو کې د سعودی نقش څخه انکار وکړی! په دی اساس، لبنان که څه هم اوس د سعودی-صهیونیستی توطئه څخه وتلی او توانیدلی دی چی ورباندی غلبه وکړی؛ خو بیله شکه، دا به یو څه وخت پوری به د هغه هیواد عاد خلګو ژوند او لبنان بیلابیلو سیاسی جناحانو باندی به اغیزه یی پاته وی. بناپر دی، د منځنۍ آسیا مسایلو کارپوهانو په باور، لبنانیان لکه څنګه چی په ښه مدیریت سره د سعودی توطئو څخه وژغورل سو او خپل خلګ او هیواد د محمد بن سلمان ځان طلبی عقده قربانی نه کړه، په راتلونکی کې هم یواځی په هغه صورت کې کولای سی لبنان کې ملی ګټو او وحدت په اساس ټولنیز او سیاسی پراختیا ته ورسیږی چی د هیواد حقیقی ملګری او دشمنان وپیژنی د هر سیمه ایز هیواد سره خپل خارجی اړیکه وساتی. دا همغه څه وو چی لبنان د سعودی-صهیونیستی توطئه څخه وژغورل او یو داخلی جنګ پیښیدو څخه مخه ونیسی. خلګ او لبنانی سیاستمداران د سعودی رژیم په وړاندی په یو غږ سره ودریدل.
https://avapress.com/vdchi-nzm23nmxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته