د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي، نن له غرمې وروسته د جمهوري ریاست له نوماندانو محترم ډاکتر عبدالله عبدالله او محترم ډاکتر اشرف غني احمدزي سره په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې چې د جمهوري ریاست مرستیالانو هم حضور درلود، محترمو کاندیدانو، د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو لپاره په خپلو خبروکې د شویو پرمختګونو په باب جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.
د جمهوري ریاست کاندیدانو هیله څرګنده کړه چې شوې موافقې به ډیر ژر د جمهوررئیس او د افغانستان د معززو شخصیتونو په حضورکې لاسلیک کړي.
جمهور رئیس کرزي یو ځل بیا له کاندیدانو وغوښتل چې په خپلو کې شویو موافقو ته د رسېدو لپاره، خپلې هڅې ډیر ژر نتیجې ته و رسوي.
جمهوررئیس ټینګار وکړ چې دی به په خپل ټول توان، موافقې ته د رسېدو د پروسې د چټکتیا لپاره، په کما فی السابق ډول له هغوی سره همکاري وکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)