دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۸
د مطلب کود : 102720
اسلامی ایران له دل وژونکووسلو دپاک مینځني ختیځ دآئيډیا وړاندې کونکی دی
 د ایران داسلامی شورا دبهرنی سیاست اوملی امنیت دکمیشن مشر علاءالدین بروجردي نن په تهران کې دکویت او ایران ددوستۍ او کلتوری ټولنې له غړو سره په کتنې کې ددې خبرې په کولو سره چې دایران د اسلامی جمهوریت ایټمي فعالیتونه سوله ایز ،شفاف او د این پي ټي تړون پشمول دټولو موجودو قوانینو اومقرراتو په چوکاټ کې دي زیاته کړه تهران له ایټمي وسلو په پاکې نړۍ اعتقاد لري اوپخپله له وسلو دپاک مینځني ختیځ دآئېډیا بنسټګر دی .
بروجردي همداراز دنینو ټيکنالوجۍ او په همداوروستیو څو میاشتو کې دایران آر کیو ۱۷۰ ډوله بې پيلوټه الوتکې نندارې ته دوړاندې کولو په زمینې کې داسلامی ایران پرمختګونو ته په اشارې سره وویل نن سبا اسلامی ایران دنینو ټیکنالوجۍ په زمینې کې داوو برلاسه هیوادونو برخه ده .
هغه همداراز د د اعش په څير دتکفیری ډلو فعالیتونه هم دسیمې لپاره جدي خطره وګڼله او وې ویل داعش سپيره بلا هغه ښکارنده ده چې داسلامی نړۍ په نسبت دبدبینیو لامل شوې او اسلامی نړۍ باید له دې سپيرې بلا سره دمقابلې لپاره اهتمام وکړي.
دایران او کویت د دوستۍ اوکلتوري ټولنې غړو هم په اسلامی ایران کې په شتون دخوښۍ په څرګندولو سره هیله ښودلې دایران اوکویت اړیکې لاپراخې شي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchiinzv23nvqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته