د هلمند ولایت چارواکي وايي، چې طالبان په دې ولایت کې له الوتونکې کمرې(ډرون کامرې) کاراخلي.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخی، د هلمند د والي مطبوعاتي دفترنه خپره شوې خبرپاڼه کي راغلی، لنډوخت کې طالبانو د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ د نیولو انځورونه خپاره کړې دي چې ښيې دا انځورونه د بېپيلوټه الوتکې په مرسته اخیستل شوې دي.
د یاد ولایت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې په خپرولو سره راغلی دي، چې طالبانو یادې الوتکې له بهرنیو استخباراتي ادارو ترلاسه کړې دي او د خپلو عملیاتو د انځور اخیستنې لپاره ترې کاراخلي.
سرچنیو زیاتیو، دا ډل کمره طالبانو د بهرنیو استخباراتو په مرسته تر لاسه کړې او ددې لپاره یې د برید ویډیو ترې ثبت کړې، څو یې پر مټ د خپلو پردیو بادارانو څخه امتیازات ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال له پیله د افغانستان حکومت د امنیتي مسایلو له امله د یادو کمرو کاروَنې باندې بندیز لګولی دی.
په خبرپانه کې راغلی دي، چې په هلمند ولایت کې امنیتي ځواکونه د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د هوايي ځواک له همکارۍ هم برخمن دي او په ډیرو سیمو کې یې د څار ګرو الوتکو له لورې د فضا په څارلو سره دښمن ته درانه تلفات اړولي دي.