دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 89562
ملا عمر له قبایلو وغوښتل چې د طالبانو خپل منځي اختلاف ختم کړي
تاند- د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د افغان طالبانو مشر ملا محمد عمر په یوه پیغام کې ویلي چې د پاکستاني طالبانو د ډلو ترمنځ خپل منځي اختلافات ډېر دي او دی د سیمې له خلکو غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان د سره ښکېلو خواوو ترمنځ ستونزې حل کړي.
د پاکستاني رسنیو د راپور پر اساس د ملا عمر پیغام پر پوسترونو چاپ شوی او په خلکو وېشل شوی دی.
ملا عمر ویلي د پاکستاني طالبانو په تحریک کې د شاملو ډلو په تېره بیا د حکیم الله مسود او خالد سجنا د ډلو ترمنځ ژور اختلاف شته. ملا عمر ویلي چې دواړه ډلې د طالبانو د تحریک د مشرتابه پر سر جنګېږي.
د پاکستاني رسنیو په وینا، ملا عمر چې په پراخه پیمانه یې درناوی کېږي، د پاکستان له قبایلو غوښتي چې رامخکې شي او د طالبانو د تحریک په منځ کې دا ډول اختلافونه حل کړي.
د پاکستاني طالبانو ویندوی شاهد الله شاهد پرون /یکشنبه/ په پاکستان کې د طالبانو ترمنځ د خپل منځي نښتو خبرونه رد کړل او ادعا یې وکړه چې د طالبانو ترمنځ د خپل منځي نښتو په اړه رسنۍ له مبالغې کار اخلي.
اووه میاشتې مخکې ډیلي بیسټ ورځپأاڼې په یوه راپور کې د افغان طالبانو د کوټې د شورا د غړیو له قوله د ملا عمر د ژوند په اړه یو لړ پوښتنې راپورته کړې وې او ویلي یې و چې که ملا عمر ژوندی وای نو په تېرو دوو کلونوکې به یې لږ ترلږه یو صوتي یا تصویري پیغام خپور شوی و. ډیلي بیسټ لیکلي و چې د کوټې د شورا ځیني غړي او یو شمېر طالب قومندانان فکر کوي چې د ملا عمر په نوم خپرېدونکي اعلامیې نه ثابتوي چې دا دې خامخا د طالبانو د مشر وي.
ملا عمر څو کاله پخوا هم په وزیرستان کې له پاکستاني طالبانو غوښتي و چې د پاکستان د حکومت پرضد له جګړې لاس واخلي او خپل کسان د جګړې لپاره افغانستان ته ولېږي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchimn6.23nw-djyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته