دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۱۴
د مطلب کود : 155524
د صدای افغان خبري اژانس له مشر او د تبیان فرهنګي مرکز له رییس حجت الاسلام سید عیسی حسیني مزاري سره نن په کابل کې په دغو علمی او رسانه ای مرکزون
د افغانستان د صدای افغان خبري اژانس له مشر او د تبیان فرهنګي مرکز له رییس حجت الاسلام سید عیسی حسیني مزاري سره نن په کابل کې په دغو علمی او رسانه ای مرکزونو د ځان مرګو حملو په اړه د شوې مرکې پښتو ژباړه ستاسو په خدمت کې وړاندې کوو . پوښتنه : تاسو د اوا خبري اژانس او د تبیان فرهنګي مرکز د مشر په توګه په کابل کې په دغو مرکزونو د ځان مرګو بریدونو په اړه څه نظر لرئ چې زیات شمیر محققان او عالمان پکې شهید او ژوبل شول؟ پ/ د تبیان د فرهنګی اجتماعي مرکز تشکیلات طبعا یو دیني او مذهبی او فرهنګی تشکیلات وو چې په افغانستان تر اووه ویشتو کلونو زیات کیږي چې فعال دي او دخلکو د بیدارۍ لپاره پروګرام لري او د دښمن له توطئو د خلکو دخبرولو او له دغو سازشونو سره د مقابلې او د دین او مذهب د دفاع لپاره دهغوی د تیارولو لپاره یې ډيرې هڅې کولې او فکر کوم چې په افغانستان کې تر ټولو لوی فرهنګي فکري مرکز دی چې په تیرو کلونو کې یې فعالیت کړی او په تیره بیا په تیرو اولسو کلونو کې چې لویدیځوال افغانستان ته راغلې ښه فعالیت کړی دی او په وروستیو کلونو کې چې ناامنۍ او انتحارات او ګواښونه د هیواد په مختلفو سیمو کې موجود وو دغه مرکز له هغوی هیڅ ویره نه ده لرلې او په میړانې سره یې مسوولینو په صحنه کې شتون پیدا کړی او همدې کار د دین د دښمنانو حسیاست راولاړ کړی و تر دې چې نن یې په دغه مرکز هم بریدونه وکړله او سهار په څلور منټه دپاسه په لس بجې په داسې حال کې چې په دغه مرکز کې دعملي او څیړنیزو مسایلو غونډه د دغه مرکز په تالار کې روانه وه انتحاري حمله کوونکی راننوت او خپل انفجاري جیکټ یې والوزوه چې له امله یې ډیر شمیر مسوولان کارکوونکو او په کابل کې زمونږ د دفترونوعمله او زیات شمیر عالمان او طلاب هم ښځې او هم سړي په دغه چاودنه کې یا شهید یا د سختې سوزیدا له امله ژوبل شول چې دم ګړۍ په استقلال شفاخانه کې دي او درملنه یې روانه ده. د تبیان مرکز دفترونه په کابل هرات او مزار کې هره اونۍ فرهنګي علمي غونډې کوي او د عمومي افکارو د رڼولو لپاره د ورځې مسایل څیړي و د نفاق او توطئې د څیرې د برملا کولو کولو په باب خبرې کوي . نن هم دغسی یوه غونډه روانه وه. دغو غونډو په یو ډول د افغان غږ خبري اژانس خبري خوراک هم تامیناوه او د دې اژانس خبریالانو او ژورنالیسټانو به هم هره اونۍ په دغه غونډو کې برخه اخستله او د خبرو اترو پر انعکاس سربیره به یې له ګډونکوونکو شخصیتونو سره مرکې کولې او دهغوی نظرونه به یې وړاندې کول . پر دې سربیره په کابل د افغان غږخبري اژانس او تبیان د مرکز دفترونه په کابل کې په یوې ودانۍ کې وو او تبعا حمله په دغو دوو مرکزونو وه په تیره بیا په اواخبري اژانس چې د افغانستان یوه ډیره فعاله ، متحرکه او روښانوونکې او په بهرنیو ځواکونو او تکفیري ډلو اعتراض کوونکې رسنۍ ده . پوښتنه : دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې دشیعیانو مرکزونه او جوماتونه د دښمنانو له خوا په خاصو اهدافو سره په نښه کیږي تاسو د دولت او امنیتي ځواکونو له خوا امنیتي تدبیرونه څنګه ارزوئ ، سره له دې چې شیعیان خاص هدف دی خو بیا هم د هغوی د حفاظت لپاره سم تدابیر نه کیږي.؟ ځواب/ په دې اړه مونږ یوازې د افغانستان دولت ګرم نه ګڼو بلکې ټولې فعالی مجموعې ، ګوندونه ،سازمانونه او شیعي جریانات بیخي دانسجام او انتظام په فکر کې نه دي د حفاظت په فکر کې نه دي د مختلفو شیعه ګوندونو او ډلو مشران ټول په ورځنیو حرکتونو کې ګیر شوې دي او هیڅ طرحه او پلان نه لري او له بل پلوه چې کوم حیثیت او څیره او امکانات یې د جهاد په برکت لاسته راوړې هغه یې خپله وجودي ساحه کې فعال دي خو دا چې د ولس او فرهنګي مراکزو لپاره څه وکړي هیڅ پروګرام نه لري او دا بې پلاني او ګډوډي چې د حزبونو او ډلو او عملیه حوزو په مشرانو کې موجوده دا متاسفانه د شیعه ټولنې کمزوري او آسیب پذیریي یې نوره هم زیاته کړې چې مونږ د دغه کمزورۍ یوه بیلګه نن ولیدله چې د تبیان او افغان غږ خبری آژانس خبري اژانس پّه مرکزونو په برید کې دهیواد ډیر ښه علمي فرهنګی شخصیتونه له لاسه لاړل او شهیدان شول. پوښتنه : د افغان غږ خبري اژانس او تبیان علمي مرکز هڅو ته په پام سره چې تاسو بیان کړې داسې ښکاري چې زیات دښمنان به ولري ستاسو په خیال د دغه ډول حملو اصلي عاملان څوک کیدی شي ظاهرا خو یو څو ځان پلوري کسان راځي او ځان چاودوي او یا حمله کوي تاسو د دغه حملې تر شاعواملو ته په کومه سترګه ګورئ، طالبانو خو په دغه حمله کې لاسلرنه رد کړې ده؟ ځواب: زما په خیال ددغو حالاتو او دغه شان حملو اصلي عوامل بهرني هیوادونه او په سر کې یې امریکا ده . امریکا ده چې زمونږ حالات یې دې حد ته رسولي دي او نور لویدیځ هیوادونه ، دوي دي چې نه پریږدي په افغانستان کې امنیت ټنیګ شي ، زه بل هیڅوک ګرم نه ګڼم او د دغه حالاتو لومړۍ قصورواره او ذمه وار امریکا ده . س/ تکفیري تفکر چې په افغان ټولنه کې د منل کیدو چانس نه لري دغه شان حملې چې شاید د تکفیري ډلو له خوا شوې وي ستاسو په خیال کوم بهرني قدرتونه تر دغه ډلو شاته دي؟ ځواب: تاسو خبر یئ چې پاکستان د دغه قضیې شاته دی ، عربستان په سیمه کې د یو اصلي عامل په توګه عمل کوي، عربستان له یوې خوا په خپلو پیسو او فکري مهرو سره په افغانستان کې د تکفیري تفکر د خپرولو هڅه کوي خو تبعا دوي د امریکا د عواملو په توګه عمل کوي او اصلي فکر او اصلي استراتژي ورته د امریکا او د لویدیځو استخباراتو له خوا ورکول کیږي. پوښتنه : ستاسو په خیال د افغانستان کوم داخلي عوامل ددغه شان پیښو په کولو کې له بهرنیو سره مرسته کوي؟ ځواب: په افسوس سره په افغانستان کې داخلي عوامل زیات دي او تر ټولو لوی ښایی د شعور او علم نیشتوالی وي چې د رهبران له سویې واخلې تر عامو خلکو موجود دی. کوم کسان چې په افغانستان کې د مدیریت او مشرۍ ادعا لري له امریکا پاکستان او عربستان سره د دوي پییلتیا سبب شوې چې په هیواد کې دغه زمینې برابر شي. پوښتنه : تاسو دافغان غږ خبري اژانس او تبیان تحقیقاتي مرکز د مشر په توګه څه وړاندیزونه لرئ چې په راتلونکي کې دغه شان حملې تکرار نه شي؟ ځواب/ زما په خیال په لومړۍ مرحله کې علمیه حوزې او سیاسي او فکري شخصیتونه باید حرکت وکړي او د یو بل تر څنګ راشي او هماهنګی او یو نظر پیدا کړي او په ګد فکر سره د هیواد د امنیت د تامین فکر وکړي او د افغانستان دولت هم دنده لري چې د خلکو او مدني شخصیتونو او ټولنو غږ او وړاندیزونه ته لبیک ووایی او ملاتړ یې وکړي چې د افغانستان راتلونکي ستونزې یو څه کمې شي او د افغانستان دولت په خپلو دندو لا ډیر عمل وکړي او په دولت کې دننه اختلافات کم شي . هغه اسباب چې امینتي ځواکونه او پوځ له تیري ګرو او ترهه ګرو سره له مقابلې غړوي دغه ستونزې په خپله په دوي کې دننه دي په شمال کې اختلافات یا په نورو سیمو کې او په ارګ کې چې کوم اختلافات موجود دي باید ختم شي اشرف غني باید د خپلو مسوولانو او داخلي ځواکونو له ځپلو لاس واخلي او په ترهه ګرو تمرکز وکړي.
https://avapress.com/vdchimnzk23nmmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته