دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۰۶
د مطلب کود : 125923
زمری پیکان: دطالبانو عمري عملیات له ماتې سره مخ دي
د عامه نظم پولیسو امنیه قوماندان وايي، د هیواد په زیاتو ولایتونو کې طالبان د سختې ماتې سره مخ دي او د امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري.

د عامه نظم پولیسو امنیه قوماندان وايي، د هیواد په زیاتو ولایتونو کې طالبان د سختې ماتې سره مخ دي او د امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري.

جنرال زمری پیکان ټينګار کوي پولیسو دوه تیرو میاشتو په لړ کې ټول هیواد کې دوه زره عملیات ترسره کړي دي او همدا اوس هم دبرید په حالت کې دي.

ورځ په ورځ له تیریدو سره سم د هیواد امنیتي ځواکونو ملاتړله ځانه سره لري، دلته ځيني مدني فعالان هم د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي، او هغوی هیواد امنیتي ځواکونه ریښتیني اتلان بولي.

طالبانو د نوې کال له پیلیدو سره سم ټول افغانستان کې د عمري په نوم د عملیاتو پیل کړ، هغه عملیات چې تر اوسه پورې له ماتې سره مخ شوي دي.

د عامه نظم د پولیسو عمومي امنیه قوماندان زمری پیکان

د کورنیو چارو د وزارت د عامه نظم پولیسوعمومي قوماندانزمری پیکان وايي همدا اوس هیواد امنیتي ځواکونه په ۱۲ ولایتونو او ۳۴ ولسوالیو کې د طالبانو سره په جګړه کې دي.

نوموړی زیاتوي چې امنیتی ځواکونو اوس بریدکوونکي حالت غوره کړی او طالبان له هغوی سره مخامخ جګړې توان نه لري.

په دې وروستیو ورځو کې طالبانو اعلام وکړ چې په غزني ولایت کې د واده هوټلونه بند کړي، خو د یاد ولایت د پولیسو امنیه قوماندان د طالبانو دغه خبره تش تبلیغ بولي او زیاتوي چې غزني ولایت کې د طالبانو ډیرې مشران وژل شوي او هغوی ماتې سره مخ دي.

د غزني ولایت امنیه قوماندان امین الله امرخیل وايي، د طالبانو ځپلوپه موخه د شفق په نوم عملیات اوس د هیواد په ډيریو ولایتونو کې دوام لري او د هرې ورځې له تیریدو سره دغه عملیات د پراخیدو په حال کې دی.

مخکې له دې ولسمشر غني امنیتي ځواکونو ته امرکړی وو چې د ترهګرو پروړاندې خپل عملیات زیات کړي او هغوي له منځه یوسی.


https://avapress.com/vdchimnzx23niwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته