دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۵۴
د مطلب کود : 89012
زلمی رسول: د انتخاباتي کمیسیونونو وروستۍ پرېکړې ته درناوی لرو
د جمهوري ریاست یو کاندید زلمي رسول نن وویل چې؛ د تیرې ورځې د انتخاباتو په اړه د انتخاباتي کمیسیونونو وروستۍ پرېکړې ته درناوی لري.
خو هغه وویل چې، باید له وخته مخکې د دې انتخاباتو د نتایجو په اړه قضاوت ونه شي.
زلمي رسول په انتخاباتو کې د خلکو ونډه وستایله.
تر دې مخکې دوو نورو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله په دې اړه اندیښنه ښودلې وه چې؛ د رایې ورکولو په ورځ په ځینو مرکزونو کې د رایې پاڼې کمې شوې وې.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchivn6.23nwzdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته