دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 139621
په هرات کی دسیلاب د جاری کیدو له امله مالی او ځانی زیانونه
د هرات ولایت مرکز او ولسوالیو کی د سیلاب د جاری کیدو له امله دوه کوچنیان وژل سوی او ډیر مالی زیانونه اړولی دی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، دا سیلاب لسګونه مسکونی کورونه، زراعتی ځمکی او باغونه خراب کړی دی.
محمد آصف رحیمی د هرات ولایت والی چی د هرات څخه دباندی سیلاب وهلو برخو څخه د هرات او اسلام قلعی دواړو لورو څخه کتنه وکړه، ولایتی اضطرار اکیدا کمیتی مسوولانو ته هدایت وکړ چی خپل ټولو امکاناتو څخه د خلګو د مشکلاتو د رفع کولو لپاره ګټه واخلی.
دا سیلابونه د دوو ورځو د سخت باران له امله، د لنډ وخت لپاره ډیر کورونه او زراعتی ځمکی او حتی لویو لارو د خرابیدو لامل سوی دی.
ویل کیږی چی د هرات ښار اووم ناحیه کی مسکونی کور سقف په نړیدو سره دوه کوچنیان وژل سوی دی.
دی حادثی سره یوځای، هلال احمر او حوادثو سره مبارزی ریاستونو تیمونه سیلاب وهلو ځایونو ته ځان ورسول، وایی: سیلابونه د انجیل او ګذره په ولسوالیو کی هم خلګ زیانمن کړی دی.
له بل لوری د هرات په ښار کی د سختو بارانونو له امله د درب عراق، درب ملک ساحی جادی تر اوبو لاندی سوی دی او د خلګو عادی ژوند د مشکل سره مخامخ کړی دی.
د هرات والی پولیس او شاروالی مسولانو ته هدایت ورکړی دی چی په ښار کی د خلګو د مشکلاتو د رفع کولو لپاره خپل امکاناتو څخه ګټه واخلی.
https://avapress.com/vdchiwnzz23nx-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته