دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۳۰
د مطلب کود : 111027
طالبانو او د سولې د شورا پلاوو پر اوربند سلا ونه کړه خو خبرو ته دوام ورکوي
تاند-  د طالبانو او حزب اسلامي استازو پرون /یکشنبه/ په قطر کې د افغانستان د سولې د عالي شورا له غړیو سره د دوهمې ورځې په مخه وکتل خو څرګنده نه شوه چې ایا د افغانستان ورانوونکې جګړې د پای ته سولو لپاره د سولې رسمي خبرو ته نژدې شول او که نه شول.
د دوحې په شمال کې د (الکور) په ساحلي ښارګي کې د دې غونډې برخوال د یکشنبې په ورځ په داسي حال کې ولیدل شول چې خندا او موسکا یې په شونډو کې له ورایه ښکارېده خو هیڅ یو حاضر نه شو چې خبریالانو ته څه ووايي.
یوه افغان، چې په خبرو کې شامل و، وویل، د غونډې ټولو برخوالو په دې موافقه وکړه چې تر هغو چې پر یوه ګډه اعلامیه سلا کېږي، نه به د خپلو خبرو جزییات څرګندوي او نه به کومه اعلامیه خپروي.
خو رویټرز خبري اژانس وايي چې د غونډې یوه برخوال ورته وویل چې طالبانو او د افغانستان د دولت استازو د اوربند په اړه خبرې وکړې مګر موافقې ته ونه رسېدل.
رویټرز خبري اژانس وايي چې په غونډه کې د طالبانو د پلاوي یوه غړي د نوم د نه افشا کېدو په شرط ورته وویل چې دوی خپل شرطونه او غوښتنې په لیکلې بڼه د غونډې په برخوالو ووېشلې.
ده همداراز وویل:« د افغانستان د دولت د پلاوي غړي قیوم کوچي، چې د ولسمشرغني تره دی، له موږ وغوښتل چې جګړه ودرو او اوربند اعلان کړو. دوی موږ وروڼه وبللو او سپارښتنه یې راته وکړه چې افغانستان ته ورشو او د افغانستان د اساسي قانون اطاعت وکړو.»
رویټرز خبري اژانس وايي چې طالبانو په غونډه کې وویل چې دوی به تر هغو جګړه بس نه کړي چې ټول بهرني پوځیان له افغانستانه وتلي نه وي.
خو د سولې د شورا پلاوي استدلال کاوه چې اکثره بهرنیان مخکې لا وتلي او یوازې روزونکي پاتې دي او که طالبان جنګ بس کړي هغوی هم وځي.
سره له دې چې په خبرو کې کومه موافقه ونه شوه خو ټولو خواوو په دې سلا وکړه چې خبرو ته به دوام ورکړي او بله غونډه به په متحده عربي اماراتو کې وکړي.
د قطر دا خبرې د افغانستان په دیارلس کلنه جګړه کې د سولې د خبرو لور ته د ښکېلو خواوو د پرمختګ لومړنۍ نښه ده.
که څه هم تر دې مخکې په جاپان، پاریس او جرمني کې د دواړو خواوو ترمنځ غیررسمي خبرې شوي خو دې غونډې له تېرو هغو سره خورا توپیر درلود.
پرون د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عزیز احمد جودري په طالبانو ږغ وکړ چې جګړه ودروي او د افغانستان له حکومت سره د سولې رسمي خبرې پیل کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchiznzq23nzvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته