دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۱۵
د مطلب کود : 122449
کندهاریان د ټاپي د عملي کېدو په برخه کې همکارۍ ته تیار دي
د کندهار چارواکي وايي د ټاپي پروژې د عملي کېدو په برخه کې باید له ولسونو او قومونو سره په مشوره کار وشي او په وینا یې کندهار ولس د دغه پروژې د علمي کېدو په برخه کې هر ډول مرستې ته تیار دي.

د کندهار چارواکي وايي د ټاپي پروژې د عملي کېدو په برخه کې باید له ولسونو او قومونو سره په مشوره کار وشي او په وینا یې کندهار ولس د دغه پروژې د علمي کېدو په برخه کې هر ډول مرستې ته تیار دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، دغه څرګندونې تېره ورځ کندهار ته د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت له خوا د ټاپي پروژې په اړه په جوړه شوې غونډه کې وشوې.
په دغه غونډه کې په غونډه کي د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلو چارو معين محمد يعقوب احمدزي، مرستيال والي عبدالعلي شمسي، د دغه وزارت ځينو نورو استازو او د کندهار ګڼ شمېر اوسېدونکو

د مرستیال والي په خبره دا پروژه نه يوازې د هغو ولايتونو او ولسواليو لپاره چي د ګازو نلليکه پکي تيريږي، ارزښتناکه ده، بلکي د ټول هيواد پر اقتصاد او سياست اغېز لري.

ګډون کړی وو.
د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي ټاپي پروژه نه یوازې د امنیت بلکې د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا او پرمختګ له پاره هم مهمه وبلله.
نوموړي وویل چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته او دغه راز د خلکو اقتصادي او ټولنیز حالت به هم ورسره ښه شي.
د مرستیال والي په خبره دا پروژه نه يوازې د هغو ولايتونو او ولسواليو لپاره چي د ګازو نلليکه پکي تيريږي، ارزښتناکه ده، بلکي د ټول هيواد پر اقتصاد او سياست اغېز لري.
نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه، چې د دې پروژې په تطبيق کې بايد له مېشتو قومونو او ولسونو سره مشورې وشي او په ګډه تصاميم ونيول شي.
دغه راز په غونډه کې د جرګو او قبايلو چارو معین محمد يعقوب احمدزي وويل چې د ټاپي د سروې کار د ۲۰۱۴ په مارچ مياشت کي پيل، په ۲۰۱۷ کال کي به سروې بشپړه شي او په ۲۰۱۹ کال کي به عملاً ګاز انتقال شي.
د ښاغلي احمدزي په وینا د دې نلليکي ټول لګښت چي ۱۸۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري،

د جرګو او قبايلو چارو معین محمد يعقوب احمدزي له کندهار ولس نه وغوښتل، چې د دې پروژې ملاتړ وکړي او په تطبيق کي يې ورسره همکاري وکړي.

۱۰ ميليارډه ډالر اټکل شوی او دا نلليکه له کندهار، فراه، هرات او نيمروز ولايتونو څخه تيريږي چې د افغانستان پر سياسي، اقتصادي او امنيتي وضعي به لوی اغېز وښندي.
هغه وايي چي دغه نلليکه د ۳۳ ميليارډه متره مکعب ګازو د انتقال ظرفيت لري او له دې سره به زرګونه افغانانو ته د کار زمينه برابره شي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې د دې پروژې له عملي کېدو سره به د کال يوازې د ټرانزيټ ۵۰۰ ميليونه ډالر د دولت خزانې ته راځي.
د جرګو او قبايلو چارو معین محمد يعقوب احمدزي له کندهار ولس نه وغوښتل، چې د دې پروژې ملاتړ وکړي او په تطبيق کي يې ورسره همکاري وکړي.
باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم کندهار ته د خپل سفر پر مهال هلته په یوه لویه غونډه کې د کندهار له ولسونو او قومي مشرانو وغوښتل، چې د ټاپي پروژې د علمي کېدو په برخه کې له حکومت سره مرسته وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس (آوا)
https://avapress.com/vdchkinzw23nikd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته