دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۳۸
د مطلب کود : 114943
د ۱۶۰ تنو څخه د ملي پولیسو د افسرۍ په لیکو کې د جذب په موخه ازموینه واخیستل شوه
د میدان وردګو ولایت په امنیه قوماندانۍ کې د دولسم ټولګیو ۱۶۰ تنو ځوانانو څخه د ملي پولیسو د افسرۍ په لیکو کې د جذب په موخه نن ( ۵ شنبه) ازموینه واخیستل شوه .

د دغه ازموینې د اخیستنې پر مهال چې د دې ولایت د امنیتي منسوبینو سربېره د کورنیو چارو وزارت پلاوی هم شتون درلود، د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات مننه وکړه،چې لوستې ځوانان په لیوالتیا سره د وطن ساتنې په روحیې سره د پولیسو په لیکو کې ځانونه جذبوي .

ده زیاته کړه، د یادو ۱۶۰ تنو ځوانانو څخه به ۳۳ تنه د ملي پولیسو د افسرۍ په موخه ۶ میاشتني کورسونو ته بریالی شي او له زدکړو ترسره کولو وروسته به د لایحې مطابق په بېلابېلو سیمو کې په دندو وګمارل شي .

ښاغلي حیات ځوانانو ته لارښوونه وکړه،چې د دې ولایت د ملي پولیسو،ملي اردو او ملي امنیت په لیکو کې د خپل وطن د ساتنې په موخه ځانونه جذب کړي او په دغه برخه کې په قانوني مراحلو کې که هر ډول ستونزه ولري نو دوی ورسره بشپړه همکاري کولای شي .

د میدان وردګو د امنیه قوماندانۍ د جلب او جذب قوماندان میراحمد مهمند وویل له کورنیو چارو وزارت سره یې خبرې اترې کړي،ترڅو دغه ولایت ته د پولیسو په بېلابېلو برخو کې تشکیل ورکړي،چې ډېر ژر به د ګڼ شمېر نورو کسانو د جذبولو په موخه ازموینه واخلي .

دا په داسې حال کې ده،چې د میدان وردګو والي ویلي وو،چې دوی د امنیتي ارګانونو په برخه کې لازم تشکیل لري خو د سرتېرو د خدمتي دندو ترسره کېدو له امله یې تشکیل له ستونزو سره مخامخ دی .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkknzx23nzwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته