دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۴۱
د مطلب کود : 154741
حکمتیار او تفرقه اچولو ماموریت



ګلبدین حکمتیار د یکشنبه په ورځ(۱۹ قوس) د خوست په ولایت کی خپل هوادارانو په منځ کی، خپلو ځینو خبرو کی د ایران څخه نیوکه وکړه او وویل چی ددی هیواد دولت قصد لری چی همغه لوبه چی په عراق او سوریه کی ترسره کړی دی، په افغانستان کی هم ترسره کړی.
د ښاغلی حکمتیار استدلال داوو چی هغه کسان چی د هغه په وینا، ایران د افغانستان مهاجرینو څخه سوریه او عراق ته د جنګ لپاره استولی وو، غواړی د بیکاریدو وروسته افغانستان ته ولیږی.
هغه همدارنګه زیاته کړه چی که قبول کړو چی د داعش غړۍ د عراق او سوریه څخه افغانستان ته راځی، دا کار په دی معنی دی چی ایران هغوی افغانستان ته لیږدوی، ځکه چی هغوی هیڅ بل لاره نه لری، بیله دی چی د ایران له لاری افغانستان ته راسی.
ګلبدین حکمتیار په داسی حال کی دا ادعا مطرح کوی چی د ایران دولت د داعش ډله خپل امنیت ته ګواښ بولی او ددی ډلی سره مبارزه لپاره ملاتړ کوی.
ښاغلی حکمتیار همدارنګه خپل دا مضحک اظهاراتو سره شکاره کړه چی نه یواځی چی هغه خپل سترګی د ایران تاریخی تروریستی ضد اقداماتو په وړاندی چی په سوریه او عراق کی د داعش ډلی په وړاندی ترسره کړه، تړلی دی او په دی برخه حقیقتونه د کینه او نفرت له امله، نه وینی؛ بلکه حتی د افغانستان اربعه برخی څخه هم بی خبر دی او د هغه هیوادونو څخه هم بی خبره دی چی داعش ډله خپل مقاصدو لپاره افغانستان ته رهنمایی کوی.
هغه نه پوهیږی چی داعش د عراق او سوریه په شان هیوادونو څخه، په سیمه کی د تروریزم ملاتړ دولتونو او جاسوسی سازمانونو په مرسته، ځان پاکستان ته رسوی او د هغه ځایه د دواړو هیوادونو ۱۴۰۰ کیلومتری مرز شتون له امله، افغانستان ته راځی او داخلی او خارجی پټو او شکاره ملاتړو تر سایه لاندی، خپل نظر لاندی سیمو ته ځی او هلته په پلان سوی ډول استقرار پیدا کوی.
د اسلامی ګوند مشر دا مضحک او کودکانه بیان سره شکاره کړه چی د تفرقه منځته راوړنې په نامه نوی ماموریت ترلاسه کړی دی چی مقصد یی، په افغانستان کی د اقوامو او مذاهبو ترمنځ کینه او نفاق او دشمنی منځته راوړنه ده.
هغه دا مقصد ته رسیدو لپاره، حتی خندا لرونکی تورونو څخه چی ګواکی ایران د داعش څخه ملاتړ کوی، هم ابا نه لری.
دا په داسی حال کی دی چی اسلامی ګوند مشر، دا نظرونو په بیان سره، مخکی له دی چی د جاسوسی سازمانونو او تروریست پرور رژیمونو مقاصد پلی کړی، لمړۍ خپل حقیقی څېری څخه پرده پورته کوی او ناخواسته، خپل توطئه او خطرناک نقشی د افغانستان راتلونکی لپاره برملا کوی.
هیڅ عاقل انسان به ددی مضحک ادعاوو فریب او چم ونه خوری.
حکمتیار که هم د سیاست په برخه کی زیرک او هوشیاره بازیګر وی، ډیر ژیر به خپل دا خبرو په وړاندی تجدید نظر وکړی چی د هغه فرصت لپاره چی سوله د هغه په اختیار کی قرار ورکړی دی، انسانی او هوشیارانه ګټه ځینی واخلی.
هغه باید هغه لاره چی نیولی دی ورڅخه وګرځی؛ ځکه که قرار وی چی د تفرقه افګنی او فتنه ګری او نفرت منځته راوړنی سره مذهبی او قومی جنګونه رامنځته کیدلای، هغه څوک چی خپل مقاصدو ته رسیدلای، خپله به وای؛ ځکه هغه خپل ټول سیاسی ژوند دا کار باندی مصرف کړی دی؛ خو په نتیجه کی هیڅ ګټه نه دی لاسته راوړی او مجبور سو هغه په تعبیر سره یو ( سهامی شرکت ) د ملی وحدت حکومت په نامه چی د هغه پخوانۍ قسم خوړلی دشمنانو له لوری چی امریکا او انګلیس دی، ملاتړ یی کیږی، د سولې پیمان امضا کړی او مسالمت آمیز ژوند ته وګرځی.
په دی حال سره، داسی په نظر رسیږی چی هغه بیله دا مضحک خبرو بیان نه بل چاره نه لری؛ ځکه هغه مامور دی او معذور.

https://avapress.com/vdchkknzz23nmqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته