دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۱۹
د مطلب کود : 155740
سږ کال اقتصادی رشد ۲.۶ سلنې ته ورسید
د مالیه وزارت ویاند وایی چی د ۲۰۱۷ کال د اقتصادی رشد له لحاظه یو ښه کال د افغانستان لپاره په حساب راځی.


د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، اجمل حمید عبدالرحیمزی ددی وزارت عامه اړیکو رییس نن په یو خبری ناسته کی، وویل: سږ کال د عوایدو سطحه په هیواد کی لوړ وو او همدارنګه د هیواد په بیلابیلو اقتصادی برخو کی اصلاحات رامنځته سوه.
ښاغلی عبدالرحیم زی وایی، د صادراتو ګراف په ۲۰۱۷ کال کی لوړ میزان کی قرار درلود او اقتصادی رشد په سږ کال کی ۲.۶ سلنې ته رسیدله.
هغه وایی چی ۱۶۹.۱ میلیارده افغانی د قوس میاشتی تر آخرو پوری د ملی عوایو په حیث راټول سوی چی د تیر کال په پرتله د ۱۶.۶ میلیارده افغانی زیاتیدنه ښیی.
د مالیه وزارت ویاند وویل: زموږ صادراتو میزان په ۲۰۱۷ کال کې ۷۲۳ میلیون دالرو ته پراختیا کړی دا په داسی حال کی دی چی په هیواد کی د صادراتو میزان په ۲۰۱۵ کال کی ۵۸۰ میلیونو دالرو ته رسیدل.
هغه همدارنګه وویل چی د مالیه وزارت تصامیمو په اساس بانکی تضمینوه او رادیو ګانو او تلویزیونونو فعالیتونو حق الامتیازونو کی ۵۰ سلنه کموالی راسی.

https://avapress.com/vdchkmnzv23nmqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته