دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 96744
د جان کېرې پرېکړه نه سوله راوستی شي او نه نظام

د افغانستان د ملي یووالي او د بهرنیو اډو سره د مخالفت جبهې په مطبوعاتي کنفرانس کې د دې جبهې غړي حاجي احمد فرید وویل چې د جان کېرې پرېکړه به نه سوله راولي او نه نظام.
د نوموړي جبهې مشر انجینر احمد شاه احمدزي هم د ټاکنیزو ناندریو اړوند د جان کېرې پرېکړه له شرعي اړخه حرامه وبلله او دا يې د ټول افغان ملت لپاره شرم وګڼله چې حاکمیت يې د یو «کافر» په لاس کې وي.
د دوی په خبره دوی وړاندې هم ټاکنې ناسمې ګڼلې او اوس يې پایلې هم هماغه ډول جنجالي او نا برخلیکه دي.
په یاد کنفرانس کې فلسطین قضيې ته هم اشاره وشوه او هلته يې اسراييلي بربریت وغانده.
د ملي یووالي او له بهرنیو اډو سره د مخالفت جبهي په  پرونې مطبوعاتي کنفرانس کې داسلامي هېوادونو مشران په دې ملامت وګڼل شول چې په غزه کې د اسرايیلي وحشت اړوند چوپه خوله دي.
یادې جبهې په پای کې دغه اعلامیه خپره کړه،چې پکې ویلي یې دي، په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو د سیالیو لپاره د نوماندو له نوم لیکنې او بیا ټاکنیزو کمپاینونو راهیسې دا دی شپږ میاشتې وشوې، مګر د دغو ټاکنو پایلې لا هم جوتې نه دي او افغانستان له یوه خطرناکې سیاسي تشې او کړکېچ سره مخ دی. د دغه وضعیت منفې اغېزې د هېواد پر اقتصاد او امنیت ښکاره دي.
nغه جبهه وایي، د ځانګړو امریکايي څېړونکو یو راپور په ډاګه کوي، چې ټول هغه لګښتونه چې په افغانستان کې په تېرو دوولسو کلونو کې وشول، د مارشال له پلانه زیاتېږي، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې د شپاړسو اروپايي هېوادونو د بیارغونې لپاره لګولي ؤ.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchkqnw.23n-kdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته