دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۵۹
د مطلب کود : 107545
جمهور رئیس غني د آذربایجان د اقتصاد او صنایعو له وزیر سره وکتل
د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني د آذربایجان د اقتصاد او صنایعو له وزیر ښاغلي شاهین مصطفی یوف او د هغه ملګري پلاوي سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې ترسره شوه، د آذربایجان د اقتصاد او صنایعو وزیر وویل چې افغانستان په یو سم تګلوري په حرکت کې دی او موږ به ستاسو له هېواد سره همکار و اوسو.
ده څرګنده کړه چې د افغانستان او آذربایجان ترمنځ اړیکې ښې شوې دي او په راتلونکې به هم په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخوکې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې شي.
د آذربایجان د اقتصاد او صنایعو وزیر د افغانستان د کانونو او پطرولیم د وزیر داوود شاه صبا په مشرۍ یوه پلاوي ته بلنه ورکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د یو چوکاټ د رامنځته کېدو پر سر د خبرو او بحث لپاره آذربایجان ته سفر وکړي.
ښاغلي شاهین مصطفی یوف د افغانستان او آذربایجان د تولیداتو د یو نندارتون د پرانیستلو لپاره د خپل هېواد د چمتوالي ډاډ څرګند کړ.
په مقابل کې جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه چې په وروستیو کلونوکې د آذربایجان لاس ته راوړنې د سیمې ټولو هېوادونو ته ښه درس دی.
د هېواد جمهور رئیس وویل چې افغان پلاوی به د آذربایجان له لوري سره په ګډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د لنډ مهالو، منځ مهالو او اوږد مهالو همکاریو د چوکاټ د رامنځته کېدو پر سر خبرې اترې وکړي او د پانګونې د نویو فرصتونو په باب به هم بحث وکړي.
جمهور رئیس غني زیاته کړه چې د آذربایجان له چارواکو سره د افغانستان د پلاوي له خبرو وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ یو موافقه لیک لاس لیک شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې په افغانستان کې د آذربایجان دولتي او خصوصي شرکتونو ته د پانګې اچونې لپاره مناسب شرایط برابر دي.#
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdchkqnzm23nvmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته