نا معلومو وسله والو د ننګرهار په خوګياڼيو ولسوالۍ کې د کوکنارو پر خلاف د کمپاين پر ځواکونو حمله کړې، چې په کې دوه پولیس ټپیان شوي.
دغه نښته د خوګياڼيو په مېملې سيمه کې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار امنيې قوماندان عبدالله ستانکزي نن ازادۍ راډیو ته وويل، چې بريد کوونکي تر نښتې وروسته په تېښته بريالي شوي دي.
د يادې پېښې مسووليت تراوسه کومې دولت ضد وسله والې ډلې په غاړه نه دى اخستى.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)