دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۱۱
د مطلب کود : 131548
پراخی نا امنی، دجنوب څخه تر شمال پوری
د هلمند دولایت د ناوه ولسوالی په جنوب کی د سختو جنګونو وروسته نن د طالبانو په لاس سقوط کړ.

د هلمند دولایت د ناوه ولسوالی په جنوب کی د سختو جنګونو وروسته نن د طالبانو په لاس سقوط کړ.
ویل کیږی چی احمد سالم؛ د ناوه دولسوالی دپولیسو قوماندان هم په دی جنګونو دطالبانو لخوا وژل سوی دی.
د هلمند امنیتی قامونه ویلی دی چی مسلح طالبان، د څو جبهو څخه د ولسوالی پر مرکز باندی حملی شروع کړی دی او دهغه ورورسته د امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته نشته رامنځته شوه.
د څو ساعتو جنګ وروسته، طالبان په دی وتوانیدی چی دناوه ولسوالی تر کنترول لاندی راولی.
دا په داسی حال کی دی چی بیانات دهیواد دشمال څخه هم حکایات لری چی اوس دقندوز په ښار کی د امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخت جنګ جریان لری او د قندوز دښار دسقوط خبری د طالبانو پواسطه مخابره سوی دی.
تیره ورځ هم طالبان د هلمند ولایت پر مرکز د امنیتی ځواکونو پر پوستو باندی حلمه کړی وی.
کارپوهان وایی چی ددی څو جبهه ای جنګونو پراختیا دپاکستان د حمایت کوونکی تروریستانو لخوا د هیواد په شمال، جنوب، شرق او نورو منطقو کی، په دی معنی دی چی امنیتی وضعیت داندیښنی وړ دی او داخلی او خارجی تروریستان سره یوځای سوی دی چی د ژمی په رارسیدو سره خپل درانده ضربی واردی کړی.
د ځینو ازمایشو په اساس، سږ کال د امنیتی ځواکونو دتلفاتو شمیر ډیر سوی دی او د دولت او تروریستانو ترمنځ جنګ د بدترینو جنګو څخه وو.
د ناظرانو په باور امنیتی مسایل، هغه څخه چی په قندوز او هلمند کی رامنځته سوی دی او ادامه لری، البته داسی مسئله نه دی چی په یو ځل رامنځته سوی وی. تروریستان او دهغوی حامیان، د تیرو کلو څخه کوشش کړی دی چی دناامنی لمن ته په شمال او جنوب کی پراختیا ورکړی.
البته هغه ډول چی تحلیلګران اوضاع پیش بینی کوی په دا منځ کی، ډیر پیچلی او قدرتمنده عوامل په کار کی دی. لکه قومی تصفیه او دجاری جنګ دماهیت تغیر و قومی

او زبانی جنګونو باندی، د شمال او جنوب مخامخ کیدو طرحه، دهیواد دجنوب څخه دجنګ دفشار لږوالی، د تروریستانو روانی او تبلیغاتی قدرت شکاره کول په دی اساس چی دوی قادره دی چی په آسانی سره دجنګ جغرافیا ته تغیر ورکړی او هرځای ته چی وغواړی نفوذ وکړی، د خارجی او داخلی ځواکونو متمرکز کیدل و جنوبی منطقو ته په استفادی سره او په شمال کی دامنیتی خلآ په استفادی سره، د جنګ د حوزو تقسیم او په دا ترتیب د امنیتی ځواکونو دفشارو لږ والی په یو نقطه کی او نور عوامل او دلیلونه.
پاکستان تروریزم د القاعدی په حمایت سره او دنورو جریانو لکه حقانی په حمایت سره چی په تاجکستان او ازبکستان کی فعال دی، د تیرو کلو په جریان کی د فزیکی چهری په ایسته کولو سره او دمجاهدینو قدرتمنده مهرو د چهرو په شکاره کولو سره په شمال کی، اوسنی وضعیت ښه فرصت دناامنی د آزادانه طرحی لپاره په شمال او جنوب کی بولی او کوشش به وکړی چی هغه اهدافوته چی کلونه کلونه کیږی دشمال دناامنه کولو او وروسته د هیواد دناامنه کولو لپاره په لاس کی لری ورسیږی.
د پوهانو په باور، په دا منځ کی، ځینی سیاسی اهداف هم وجود لری چی د تروریستی جریانو ددایری څخه خارج دقدرتونو ترمنځ دی. لیدل کیږی چی د شمال سیاسی او اجتماعی جغرافیا د تروریزم د پرورش لپاره مستعد نه دی؛ بنا پر دی د قندوز حادثه چی یو تکراری حادثه دی، د امنیتی ځواکونو د جدی برخورد سره یوځای سی، مطمئنآ به ډیر ژیر له منځه ولاړ سی.
په دا منځ کی د مجاهدینو بانفوذه قوماندانان همکاری هم کولای سی مهم نقش ترسره کړی. د امریکا او ناتو څخه کوم هیله نه کیږی؛ ځکه چی دهغوی نظامی مداخله دتیر کال دمیزان دمیاشت د قندوز د ۷۲ ساعتو په سقوط دطالبانو په لاس د ډیرو غیری نظامی خلګو دوژل کیدو او د ځینو روغتیایی سازمانو لکه داکترانو دوژل کیدو لامل سو.
دا هیله دهلمند دولایت په جنوب کی هم نه لیدل کیږی؛ ځکه چی دوی په دا منطقه کی حضور درلودی؛ خو نه تروریزم ماته وخوړه او نه مخدره توکی له منځه ولاړی. ظاهرآ هغوی په نظامی مسایلو کی په افغانستان کی قرار نه لری!

https://avapress.com/vdchkznz623nxmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته