دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 131241
دحکمتیار سره سوله؛ خوشبینان اوبدبینان څه وایی؟
ځینی مرسته کوونکی هیوادونه او نهادونه، دحکمتیار او دولت دسولی دهوکړه لیک څخه استقبال وکړ.

دحکمتیار سره سوله؛ خوشبینان اوبدبینان څه وایی؟
ځینی مرسته کوونکی هیوادونه او نهادونه، دحکمتیار او دولت دسولی دهوکړه لیک څخه استقبال وکړ.
دا هوکړه لیک دپنجشنبی په ورځ دمیزان دمیاشتی په اوله لاسلیک سو. داسند داشرف غنی او حکمتیار دلاسلیک څخه به نافذ سی.
دامریکا سفارت په کابل کی وایی ددی هوکړه لیک څخه دیو پرمختګ په توګه دافغانستان دجنګونو په لمنځه وړلو کی استقبال کوی.
د امریکا دسفارت په اعلامیه کی راغلی دی: امریکا خپل حمایت د سولی دروند څخه دافغانستان په مالکیت او رهبری سره چی د دولت دمخالفینو دخشونت او منازعو دتوقف، دتروریستی ډلو سره داړیکو دپریکیدو او دافغانستان داساسی قانون دقبلیدو او دښځو دحقوقو دحفاظت لامل سی، ادامه ورکوی.
دسازمان ملل متحد دمعاون هیآت په افغانستان کی (یوناما) هم ددی هوکړه لیک دلاسلیک څخه خپل حمایت اعلام کړ.
دانګلیس سفارت په افغانستان کی هم دا حکمتیار او دولت ترمنځ دسولی هوکړه لیک یو مثبت ګام بللی او ویلی دی چی دپوره تطبیق کیدو په انتظار کی دی.
په دا حال، دا موضع نیونی عکس العملونه نه دی چی دسولی دهوکړه لیک په وړاندی شکاره سوی وی.
دپنجشنبی په ورځ ددی هوکړه لیک د لاسلیک په وخت کی، دکابل ځینی مناطق، دامنیتی ځواکونو ددرندو حضور شاهد وو.
په پارک شهر نو کی لسګونه خلګ دحکمتیار،امریکا او حکومت په وړاندی دسختو شعارونوپه ویلو سره اعتراض وکړ.
په اجتماعی شبکو او رسنیو کی هم خلګ او ناظران، سیاسی عقبی او داسلامی حزب نظام او ددی حزب رهبرانو ته په اشاری سره منفی عکس العملونه شکاره کړ او ددی هوکړه لیک دنتیجی څخه د خطر ابراز وکړ.
په دا حساب سره، دکار پوهانو په باور، دا عکس العملونه شکاره وی چی دښاغلی حکمتیار سیاست ته بیرته ګرځیدنه او دمسلحو فعالیتونو څخه لاس اخیستل، په افغانستان کی هر سیاسی او اجتماعی طیف ته مختلف پیامدونه لری او دا هغه څه دی چی ددی سولی دهوکړی څخه شدید اعتراض او یا داستقبال لامل کیږی.
په لومړی ګام کی، نه سو انکار کولای چی سوله د دولت دمخالف سره چی په شکاره ډول سره دنظام دمنځته راوړلو لپاره جنګیدی، په هغه هیواد کی چی دسولی لپاره تلاش کوی، یو مثبت خبر او امید لرونکی دی.
پروا نه کوی چی ددی مصالحی مقابل طرف ته ګلبدین حکمتیار او یا ددولت دمسلحو مخالفو بل ډلی رهبر وی.
شاید که یو ورځ دطالبانو سره سوله هم وسی، دهغه درهبرانو دحضور شاهد په سیاست کی واوسو. په وخت کی به هم دمنفی او مثبتی عکس العملونو شاهدان واوسو؛ بی له دی چی ددی حادثی مثبت کارکردونه تر سترګو تیر کړو.
ددی نظره، شاید حق د استقبال کوونکو او داسلامی حزب دحامیانو سره وی؛ خو دهغه طرفه، خودا خبره مهم دی چی آیا د ۹۰ لسیزی دوهمه نیمایی حکمتیار د ۷۰ او ۸۰ خورشیدی لسیزی حکمتیار سره فرق لری که نه.
ډیری خلګ هغه مسموم کوونکی اودنفرت ډک پیغام چی دافغانستان دشیعیانو په مقابل کی دحکمتیار پواسطه صادر سوی وو نه دی هیر کړی.
هغه په هغه پیغام کی، داقلیتونو حاکمیت په خپل سرنوشت وبلل او ددایکندی تبدیل و ولایت ته دهزاره وو نظامی او ملکی امورواداره په مرکزونو کی په افغانستان کی دفدرالیزه کیدو لپاره یو تلاش وبلل، په شدید ژبی سره انتقاد وکړ او دافغانستان شیعیان یی په شدت سره تهدید کړ.
حتی دسولی دهوکړه لیک دلاسلیک په وخت کی داسلامی حزب یو طرف دار، په کابل کی وویل چی دهغه بیرته ګرځیدنه سیاست ته دفدرالی هوادارانو دتضعیف لامل ګرځی.
په دا حساب سره، باید هغه تشویشونه چی په دابرخه کی وجود لری هم توجه وکړو؛ بیله دی چی ددی حادثی مثبت طرفونو ته بی اعتنا واوسو.
هغه خلګوته چی دتیرو ۴۰ کالو په جریان کی زخم خوړلی، درد تیر کړی، رنج او مصیبت یی لیدلی، باید حق ورکړل سی چی په دا برخه کی خپل مشروع تشویشونه بیان کړی او ددی هوکړه لیک لاسلیک کوونکی انتظار ولری چی دا تشویشونو ته اعتنا او عنایت وکړی او هغوی ته قناعت بخشه ځواب او اطمینان ورکړی.

https://avapress.com/vdchkznzz23nxid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته