دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۴۵
د مطلب کود : 106050
جمهور رئیس غني د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له رئیس او غړو سره وکتل
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له رئیس احمد یوسف نورستاني او د دغه کمیسیون له غړو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، احمد یوسف نورستاني د نورو په استازیتوب د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د موجود حالت او د راروانو پارلماني انتخاباتو لپاره د چمتوالي او په هغوکې د متصورو ستونزو او ننګونو په اړه جمهور رئیس محمد اشرف غني ته معلومات ورکړل.

جمهور رئیس غني د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له رئیس او غړو سره د دغه کمیسیون پر تخنیکي، امنیتي او تشکیلاتي مسئلو، سرچینو، سیاسي اجماع او په ټول هېواد کې په متوازن ډول د انتخاباتي مرکزونو د جوړېدو په باب خبرې وکړې.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل: زه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون استقلالیت ته پوره درناوی لرم، د کمیسیون استقلالیت ضروري دی او دغه استقلالیت باید په داسې عملي ډول وساتل شي چې د افغانستان ولس او سیاسي ټولنه پر هغه باور ولري.

د هېواد جمهور رئیس په بنیادي توګه د انتخاباتي ستونزو پر هوارولو باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل: د دې لپاره چې افغانستان وکولای شي د خپلو خلکو د غوښتنو پر بنسټ د باور وړ انتخابات ترسره کړي، ټولو اړوندو او په انتخاباتوکې ښکیلو ادارو ته لازمه ده چې د بشپړې همغږۍ او ښه انسجام له لارې کار وکړي.

جمهور رئیس غني د دغې کتنې په پای کې وویل، اصلاحات باید رامنځته شي خو د دې لپاره چې دغه اصلاحات په سمه توګه ترسره شي یو مناسب فرصت ته اړتیا ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchm-nzv23nvvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته