دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۵
د مطلب کود : 95835
په غزې تړانګې دخونخوارصهونیسټي رژیم په نننیویرغلونوکې نور ۲۸کسان شهیدان اوټپیان شول
زمونږخبریال راپورراکړ په غزې کې دفلسطین دروغتیائي چارو دوزارت ویندوي اشرف القدره وویل دغزې تړانګې په جنوب کې دخان یونس پّ ختیځ دصهونیسټ رژیم په نننیو سختو بمباریو کې نور درې فلسطینیان شهیدان اوشل نور ټپيان شول .
هغه ددې خبر په اعلانولو سره ټينګار وکړ په دغو ټپیانو کې ځينی مرګي حاله دي همداراز ددغو درو شهیدانو سره دنننیو شهیدانو شمیر اتو کسانو ته ورسید.
روغتیائي مسئولانو له دې مخکې هم دغزې په نورو سیمو په بمباریو کې دپنځو کسانو دشهادت خبر ورکړی ؤ په غزې تړانګې دصهونیسټ خونړي رژیم دوحشي ډوله پوځ په وروسیتو شپآړس ورځنیو بې امانه حملو کې لږترلږه ۶۴۰فلسطینیان چې ښّځې اوماشومان هم پکې ترسترګو کیږي شهیدان او څه دپاسه څلور زره نور ټپیان شوي دي.
داپه داسې حال کې دي چې دفلسطین داسلامی مقاومت سرچینو په دغو ورځو کې دمقاومت دمبارزانو په لاس د۵۸صهونیسټانو دهلاکت خبر هم ورکړی دی حال داچې صهونیسټي سرچینو یوازې د۲۸صهونیسټي پوځيانو هلاکت تائيد کړی دی.
همداراز دعزالدین قسام کنډکونو په یوې خبرتیا کې ویلی دي چې دخان یونس په ختیځو سیمو کې ئې دصهونیسټ رژيم یوه ایف شپاړس ډوله جنګي الوتکې هم په توغندي ویشتي ده.
دا په داسې حال کې دي دغزې په زیاترو سیمو کې دکنډوالو لاندې هماغه راز دشهیدانو اوټپیانو دپاتیکیدو اندیښنې ښودل کیږي د سره صلیب ادارې له صهونیستي رژیمه غوښتي څو له کنډوالوکې دپاتې کسانو اوجنازو دویستلو لپاره دې پر هغوي حملې نه کوي څو دیوې بلې سترې انساني غمیزې مخه ونیول شي خو دا خونخوار صهونیسټي رژیم دی چې مرستندویو ډلو ته هم د مړو او ټپيانو داوچتولو اجازه نه ورکوي او په هرو څو شیبو کې یو ځل په ټولو سیمو بمباري کوي اودتوپونو په نښه ئې کوي.
همداراز دمقاومت مبارزانو هم دصهونیسټ رژیم دجنایتونو په ځواب کې دتل ابیب پشمول پر نیواکي ټاټوبود توغندیو ورولو ته دوا م ورکوي ان تر دې چې تربیګاپورې تل ابیب ته ټول الوتونه غوڅ شوي دي او اروپا د لوفت هانزا، ایرفرانس ، کې ایل ایم ، ډلټا، او مریکن ایئرلاینز هوائي شرکتونو ویلی دي چې تر راتلونکي خبرتیا پورې تل ابیب ته ئې ټول الوتونه دناکراره شرائطو له امله لغوه کړي دي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchm6nw.23nmxdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته