د
افغان غږ خبری آژانس دخبر له مخی:یاد ولایت د خبرپاڼې په خپرولو سره په چک ولسوالۍ کې د خلکو پر وړاندې د یوه زدهکړیال وژل «د بېګناه خلکو پر وړاندې جنایت بولي او د دې پېښې د عاملینو پر تعقیب» ټینګار کوي.
طالبانو د جمعې پر ورځ د کابل د پوليتخنیک پوهنتون یو زدهکړیال چې دې ولایت ته تلی وه، په دار وځړاوه، خو تر اوسه د دې پېښې عاملین نه دي پېژندل شوي.
د یاد ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې یاد محصل یې د جاسوسۍ په تور وژلی دی.
د میدان وردکو ځايي چارواکي وايي چې دغه زده کړیال فیض الرحمن رحماني نومېده د چک ولسوالۍ وه چې له کابل څخه نوموړي ولایت ته ستون شوی وه او د طالبانو له خوا د جاسوسۍ په تور اعدام کړل شو.
په همدې حال کې یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې څو ورځې وړاندې د طالبانو یو قومندان میرویس وژل شوی او طالبانو ویلي دي چې دغه کار یې د خپل قومندان په غبرګون کې کړی دی.
سرچینې ویلي چې طالبانو رحماني یې د خپل قومندان په وژلو کې پر همکارۍ تورن کړی دی.