دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۰۴
د مطلب کود : 99705
 د سعودي عربستان د شاهي هیواد پاچا او د حرمینو او شریفینو خادم جلالتمآب ملک عبدالله بن عبدالعزیز آل سعود له لوري د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولس مشر په توګه د جلالتمآب ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د ټاکل کیدو په مناسبت په لاندې توګه د مبارکۍ پیغام را رسیدلی دی:
جلالتمآب ورور ډاکټر محمد اشرف غنی احمدزی،
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس
السلام عليکم و رحمت الله و برکاته و بعد:
ډیر خوښ یم تر څو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس په توګه ستاسو د جلالتمآب د بریالیتوب له امله د سعودي عربستان د خلکو او حکومت په نمایندګۍ او د خپل ځان له پلوه د زړه له کومې مبارکي او نیکې هیلې در واستوم.
ستاسو د جلالتمآب د روغتیا او نیکمرغۍ او د افغانستان د ورور اسلامي جمهوریت ولس د لا زیات پرمختګ او هوساینې په هیله، د الله ج له دربار څخه غواړم تر څو د ورور هیواد د سوکالۍ، امنیت او ټیکاو په راوستو کې لا زیات توفیق درکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchmqnw.23nwvdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته