دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۳۶
د مطلب کود : 110956
پاکستان هند ته د افغان لاریو د اوښتو غوښتنه رد کړه
تاند- هندي رسنۍ وايي چې پاکستان د افغانستان او هند ترمنځ د لاریو د تګ راتګ د موافقې له لاسلیکولو ډډه وکړه او ویې ویل چې هند دې د مځکنۍ لارې پر ځای د کراچۍ له بندره کار واخلي.
پاکستان حاضردمه افغان لاریو ته اجازه ورکوي چې د هند په پوله کې د لاهور په دېرش کیلومترۍ کې د واګې تر بندره مال ورسوي خو هغو ته اجازه نه ورکوي چې یو کیلومتر وړاندې د هند اتاري بندر ته لاړې شي څو له هغې خوا د هند مال افغانستان ته یوسي.
هندي رسنیو نن د دغه هیواد د حکومتي سرچینو په قول وویل چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان مشرتابه ته وویل چې هند ته د افغان مالونو او لاریو پر مخ خپله لار پرانیزي او که دا کار ونه کړي نو افغانستان به منځنۍ اسیا ته د پاکستاني ټرکونو د تګ مخه ونیسي.
په همدې حال کې د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله سي این این تلویزیون ته په مرکه کې وویل:«پاکستان له افغانستانه غواړي او توقع لري چې منځنۍ اسیا ته د دوی د صادراتو او لاریو پر مخ یې لاره پرانستې وي، طبیعي ده چې افغانستان هم باید له پاکستانه داسي توقع ولري.»
عبدالله تاکید وکاوه:«که پاکستان غواړي چې منځنۍ اسیا ته لار ولري، باید خپله لار هم پرانیزي.»
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchmvnz-23nzwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته