دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 143752
په فراه کې د څو پروژو پرانیستنه او په  یاد  ولایت کې د کرنې وزارت  د ۹۶ کال پلانونو

دکرنې، اوبو لګونې او مالدارئ وزیر  اسدالله "ضمیر" فراه ولایت ته د یوه رسمی سفر په تر څ کې څو پروژې پرانیستلې او همدا راز هغه پروګرامونه، چې د روان کال په لړ کې به، په یاد ولایت کې پلي شي اعلان کړل.
د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، ښاغلي ضمیر په  لومړي پړاو کې  د ۶۰۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت  د  کرنې د ودې او کلیو پراختیا پروژه   ګتې اخیستنې ته وسپارله.  نوموړې پروژه  به د دریو راتلونکو کلونو په لړ کې  پلې شي او ددې پروژې په بشپړیدو سره به د فراه ولایت کروندګرو او بڼوالو سره   د محصولاتو د پیاوړتیا ، زیاتوالي او په بهر او کور دننه  کې د بازار موندې، د محصولاتو د پروسس  او بسته بندی کولو، زیرمه کولو او د اوبو لګونې سیستم په برخه کې مرسته وکړي.
ددې  کاري سفر په بله برخه کې  د کرنې وزیر لخوا د فراه ولایت د  کروندګرو د کاري وړتیا لوړولو په موخه د ۲.۳ میلیونه افغانیو په مالی ارزښت جوړ شوی روزنیز مرکز پرانیستل شو   او تر څنک یې د نوده کانال د بنسټ ډبره  هم کیښودل شوه او همدا راز کرنې وزیر د الغرافه فارم، ګلخانو، د پل بڼ  او شفتالو له بڼ څخه لیدنه وکړه.
د روان کال په لړ کې په پام کې ده، چې په فراه ولایت کې د نوده کانال جوړ شي، چې د کار د بشپړیدو په ترڅ کې به یې ۴۵۰ جریبه ځمکه د اوبو لګونې تر پوښښ لاندې راشي او  شاوخوا ۷۰۰ کورنی به یې له ګټې اخیستنې څخه برخمنې شي.
 بله خوا به د کرنې وزارت لخوا د فراه ولایت اوسیدونکو ته  یو شمیر نورې کړنې تر سره شي، چې له هغې ډلې څخه د ۶۰ هکتاره نويو بڼونو جوړول، د ۲ هکتاره متراکم او نیمه متراکم بڼونو جوړول، د ښخو لپاره د سبزیجاتو د ۵۰۰ کورني وړو بڼونو جوړول، د ۳  لویو  سوداګریزو شنو خونو جوړول، کروندګرو ته د ۵۰ بابه  ګلخانو ورکول، په مرکز، بالا بلوک او انار دره ولسوالیو کې د انارو، انګورو او پستې    د ۱۰۰ بابه ننداریزو  بڼونو جوړول، د زعفرانو د ۱۰ ننداریزو قطعو جوړول، مخکښه کروندګرو ته د ۶۰ کرنیزو بنډلونو ویش، د ۲۸۰ متریک ټنه اصلاح شویو کرنیزو تخمونو او ۴۰۰ کیلو ګرامه د سبزیجاتو تخمونو  ویش، د ۶ زره کیلو ګرامه کیمیاوي سرې ویش شامل دي.
 د یادو  کړنو ترڅنګ  کرنې وزیر په فراه ولایت  ګڼ شمیر نورې پروژې هم اعلان کړې،  چې له هغې ډلې څخه ۱۰۰۰ کورنیو ته ۳۰ زره قطعې هګی ورکونکو   چرګانو ویش، له ۸ زره څخه زیات د څارویو وکسینول، د خیریه الغرافه مؤسسې په مالي ملاتړ د فراه ولایت په مرکز کې د ۳۰۰ جریبې ځمکې په مساحت سره د مالداری یوه لوی فارم جوړول، د الوتونکو د انفلونزا د بیماری د لیږدیدو د مخنیوي په موخه د کمپآین پیلول، د  مرکز ،  بالابلوک او انار دره ولسوالیو کروندګرو ته د ۲۳۵ صندوقه د شاتو مچیو ویش،  په ۲۰ جریبه ځمکه کې د ۲۰ زره اصله نیالګیو تولیدول، د ۸۰۰۰ جریبه ځمکې په مساحت سره د نباتي کنو پروړاندې مجادله،  د ۱۸۰ ګلخانو لرونکو ته د ۱۷ عرادې لویو تراکتورونو او ۹ عرادې ( کمرشکن) تراکټورنو ویش، د   شاتو مچیو روزونکو ، زعفرانو کښت ، بڼوالی، مالداری، د څارویو د روغتیا او سبزیجاتو په برخه کې سلګونه ګروندګرو ته روزنیز پرو ګرامونو جوړول شامل دي 

سرچينه : د صدای افغان خبری(آژانس)
https://avapress.com/vdchmxnzi23nkqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته