دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 113151
د ننګرهار دپاره د ګلاب ګلونه"  تر نامه لاندې پروژه په افغاني مالکیت بدلیږي
 المان او افغانستان د افغان د ګلاب د ګلونو تر نامه لاندې یو محدودالواک افغانی شرکت ته "د ننګرهار دپاره د ګلاب ګلونو" د پراختیایي پروژې د لیږدولو په لاره کې لومړی ګام اوچت کړ. په هغو مراسمو کې چې د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا په وزارت کې په دې مناسبت جوړشوی وو د دولتی مالکیت نه افغانی خصوصي مالکیت ته د نوموړې پروژې د لیږدولو په موخه د تفاهم یو یاددښت لاسلیک شو.
د "ننگرهار دپاره د گلاب د گلونو" په پروژه کې چې د افغانستان سره د المان په پراختیایي همکارۍ کې یو له ټولو څخه د بریالیو پروژو په ډله کې شمیرل کیږي، د افغانی ګلاب ګل د غوړیو د صادراتو په وده، د کار د ځایونو د ساتنې او منځته راوړلو او د کلیوالي اوسیدونکو د پاره د مشروع عوایدو په منځته راوړلو کې ډیر زیاد پوتنسیال لیدل کیده.
څرنګه چې په کابل کې د المان د سفارت د پراختیایي همکارۍ د څانګې مرستیالې میرمن نیکول ا. هوفمن د نوموړي سند د لاسلیک په مهال وویل: "د ګلاب د ګلو غوړي ډیر ارزښتناکه دی؛ یو لیتر یې څه ناڅه ۵۰۰۰ امریکایي دالر ارزښت لري او د یوه صادراتی قلم په توګه ډیر عملي دی او غوښتنه هم ورته ډیره زیاته ده. نني مراسم په داسې حال کې جوړیږي چې د المان-افغان یوه پراختیایي پروژه پای ته رسیږي او یو خصوصي شرکت چې د اقتصادي نظره بریالی او با مسئولیته دی او د افغانستان او المان ترمنځ سوداګریزی اړیکي ټینګوي، په کار پیل کوي."
د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ښاغلي نصیراحمد دراني زیاته کړه: "په دغې بریالۍ پروژې کې د نوي حکومت ارمان لیدل کیږي: د کرهنیزو تولیداتو څخه ملاتړ، د خصوصي تشبث وده، د کورنیو او نړیوالو بازارونو سره د سوداګریزو اړیکو منځته راوړل، او د کښتونو د بزګرانو د عوایدو زیاتول."
د یاددښت د لاسلیک په مراسمو کې د ښاغلي دراني او میرمن هوفمن ترڅنګ د
Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې او د Welthungerhilfe د ادارې استازو هم برخه درلوده.
"د ننګرهار دپاره د ګلاب د ګلونو" پروژه په ۲۰۰۴ کال کې د اروپا د اتحادیې په مالي مرسته د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا د وزارت سره د همکارۍ د پروګرام د یوې برخې په توګه پیل شوه. د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ دغې پروژې چې دهغې د منجمنت دنده د پورتنیو دوو ادارو په غاړه وو، د المان د حکومت څخه نیغ ملاتړ ترلاسه کړ.
د ګلاب د ګلونو کښټ کولای شي د بزګرانو دپاره د عاید یوه پایداره او اوږدمهاله سرچینه وي. د نوموړې پروژې موخه داوه چې هغو بزګرانو ته چې په غیرمشروع ډول د ناریالو په کښت بوخت وو یک بدیل منځته راوړي او په دې توګه هغوی د ګلاپ د ګلانو کښت ه مخه کړي. ددې نبات تولید د ناریالو د کښټ په وړاندې د یوه بالقوه بدیل په توګه ددې حقیقت په پاملرنې سره ټاکل شویدی چې د ګلاب ګلونه د ګلاب د غوړیو د تقطیر دپاره چې یو ډیر د لوړ کیفیت لرونکۍ محصول دی، یو خام محصول شمیرل کیږي .
د ګلاب د ګلانو د پروسس نه وروسته دغه د عضوی غوړیو محصول کیدای شي په نړیوال بازارونو کې وپلورل شي. نن ورځ د هیواد څه ناڅه ۸۰۰ بزرګران د تریاکو د ناریالو د کښت پرځای په خپلو کرهینزو مځکو کې د ۱۰۵ هکتارو په پراخوالي د ننګرهار په هسکو مځکو کې د ګلاب د ګلونو په کښت بوخت دي. د هغوي مجموعي تولید په سیمه کې د ۱،۷ کیلوګرام څخه په ۲۰۰۶ کال کې ۱۰۱ کیلوګرام ته په ۲۰۱۴ کال کې زیاتوالۍ موندلی دی.
نوموړې پروژه اوس په داسې یو پړاو کې ده چې کولای شي په افغاني خصوصي مالکیت بدله شي. د ټاکنې د یوې سختې او شفافې پروسې په پایله کې د افغان د ګلاب د ګلونو شرکت وټاکل شو چې د جلال آباد نه بهر د تقطیر د کارخانې دنده په غاړه واخلي. دغه شرکت د ګلاب د ګلانو د محصولاتو د دوامداره پروسس او مارکتینګ له لارې کولای شي په راتلونکي کې وده وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchmxnzz23nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته