دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۳۶
د مطلب کود : 101352
جمهور ریس غني: افغانستان چمتو دی چې چينایي پانګوالو ته یو امن او مصوون چاپیریال برابر کړي
د افغانستان جمهور رییس ډاکټر محمد اشرف غني د چین له صدراعظم ښاغلي لی کیکیانګ سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې پرون له غرمې وروسته د چین د خلکو په ستر صالون کې ترسره شوه، د افغانستان جمهور رییس وویل چې چین د افغانستان د لنډ مهال، منځمهال او اوږد مهال ستراتیژیک ملګری دی.
ډاکټر محمد اشرف غني په تېرو ۱۳ کلونوکې له افغانستان سره په بېلابېلو برخوکې د شویو مرستو او همدا راز په راتلونکو دوه کلونوکې له افغانستان سره د چین د نوې دوه میلیارد ډالرو مالي مرستې له ژمنې څخه مننه وکړه.
جمهور رییس غني د چین له لوري وغوښتل چې له افغانستان سره خپله نوې مرسته تر ډیره د افغانستان د زیربنایي ملي پلان، په ځانګړې توګه د وسپنې پټلۍ، لویو لارو، د اوبو د بندونو د جوړولو او د انرژۍ د تولید او ساختماني چارو په برخوکې ولګوي.
ډاکټر محمد اشرف غني وویل چې ۴۰۰۰ افغان سوداګر په چین کې په سوداګرۍ بوخت دي. ده څرګنده کړه چې هغوی ته دې په مستقل ډول د چین په هېواد کې د پانګې اچونې زمینه برابره شي. د افغانستان جمهور رییس همدا راز د افغان سوداګرو د ویزې د ستونزې او په چین کې افغان سوداګرو ته د پانګې اچونې لپاره د ځانګړو زونونو د جوړیدو په باب خبرې وکړې.
د افغانستان جمهور رییس د چین هېواد نوښت ته په اشارې سره چې د ۲۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت له جنوبي آسیا سره مرسته کوي، وویل چې افغانستان له دغه نوښت څخه هرکلی کوي ځکه چې دغه مرسته له یوې خوا له پاکستان سره د افغانستان د همکارۍ او له بلې خوا د هند، چین او د افغانستان ترمنځ د همکارۍ زمینه برابریږي.
د چین صدراعظم وویل چې هېواد یې چمتو دی چې د قانون د حاکمیت، بیا رغونې او د سولې د ټینګښت په لاره کې له افغانستان سره همکاري وکړي او له افغانستان سره خپلې اړیکې له پخوا زیاتې پراخې کړي.
ده وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د عملي همکاریو اساس امنیت دی. ده همدا راز څرګنده کړه چې هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان له لوري سره د مطرح شویو وړاندیزونو د جزئیاتو د څیړلو لپاره د خپلو متخصصینو یوه کاري ډله ډیر ژر افغانستان ته واستوي.
د چین صدراعظم همدا راز وویل چې په افغانستان کې د پانګې اچونې لپاره به د چینایي شرکتونو هڅونې ته دوام ورکړي.
په پای کې ډاکټر غني وویل چې افغانستان یو لړ جدي اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي چې د پانګوالو لپاره یو امن او مصوون چاپیریال برابر کړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchmznzi23nvxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته