دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۵
د مطلب کود : 131151
حکومت د حزب اسلامي پر وړاندې د خپلو ژمنو پر ژمنتیا ټینګار کوي
ملي یووالي حکومت ټينګار کوي چې د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي په وړاندې خپلو ژمنو ته ژمن دی.

ملي یووالي حکومت ټينګار کوي چې د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي په وړاندې خپلو ژمنو ته ژمن دی.
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په دې اړه د شنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبرې ناسته په ترڅ کې وویل:«هغه اجرائیه کمېټه چې د حکومت او د حزب اسلامي د پلاوي له خوا جوړه شوې د دغه هوکړه لیک ټولې ګټې تعقیت او څېړي.»
په داسې حال کې چې ټول تمه لري دغه هوکړه لیک د ولسمشرغني او ګلبدین حکمتیار له خوا ډېر ژر لاسلیک شي.، خو د حزب اسلامي د پلاوي مشر د ولسمشر غني او حمکتیار لخوا د هوکړه لیک لاسلیک د حکومت لخوا د یوشمېر ژمنو عملي کېدو ته اړ بولي.
د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي رئیس امین کریم وویل:«د دغو ستونزو تر لیرې کولو د عقل او منطق غوښتنه دا نه ده چې د افغانستان د حزب اسلامي امیر دننه په هېواد او یا هم په پلازمینه کې ظاهر شي.»
خو د اجرائیه رئیس دویم مرستیال وايي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته فرصت رامنځته شوی ترڅو هېواد ته راستون شي.
د ولسمشر دویم مرستیال محمد محقق روښانه کړه:«د هغو راتګ او نه راتګ لکه څرنګه چې تاسو وویل زه خبر نه یم،هغه حتماً راځي نو سوله د همدې لپاره ده چې د خیره سره یو شو.»
اخوا د دغه هوکړه‎لیک لاسلیک د ولسي جرګې د غړو بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي
د ولسي جرګې غړې ریحانه ازاد وايي:«هغه ترهګر چې د افغانستان ټول خلک یې له خاورو سره خاورې کړي او په خانګړې توګه نړۍ یې په خطر کې اچولې،هغوی څرنګه کولای شي له هر څه څخه پرته ولې قضايي خوندیتوب واخلي.»
د ولسي جرګې بل غړي صاحب خان هم زیاته کړه:«سوله د خدای ج امر دی،سوله د قران خبرې دي او له حزب اسلامي سره سوله زموږ غوښتنه ده.»
د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤوف ابراهیمي هم وايي:«دواړه لوري دې د دغه هوکړه لیک په سمون کې په خپلو ژمنو ته دې ژمن او هغه عملي کړي.»
د ګلبدین حکمتیار په مشرې د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د سولې د هوکړه لیک د متن په بنسټ، حکومت باید د ملګرو ملتونو سازمان له امنیت شورا وغواړي ترڅو د دغه ګوند د مشرانو نومونه له نړیوال تور نومړل څخه بهر او همداراز په هغوی لګول شوي بندیزونه هم لیرې شي. او دا ګوند به د اوربند په اعلانولو سره خپل ټول پوځي فعالیتونه بند کړي.

https://avapress.com/vdchmznzz23nxzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته