دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 99697

د افغانستان جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د نړۍ د اسماعیلیه فرقې له مشر والاحضرت شهزاده کریم آغاخان سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې پرون په ارګ کې ترسره شوه، شهزاده کریم آغاخان د افغانستان د منتخب جمهور ریس په توګه د ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د ټاکل کېدو له امله هغه ته  مبارکي وویله.
شهزاده کریم آغاخان وویل چې ماته د ویاړ او خوښۍ ځای دی چې ستاسو د لوړې په مراسموکې مې ګډون وکړ. ده وویل: زه ستاسو د پوهې او د افغانستان اساسي قانون ته ستاسو د درناوي تر اغیز لاندې راغلی یم.
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي شهزاده کریم آغاخان ته ښه راغلاست و وایه او له هغه څخه یې مننه وکړه چې په افغانستان کې یې د پانګې اچونې په برخه کې لومړی ګام پورته کړی دی.
د هېواد جمهوررئیس د افغانستان د تاریخي ابداتو د بیا رغونې په برخه کې د شهزاده کریم آغاخان د موسسو له مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دغه موسسې د کابل د بالا حصار د بیا رغونې په برخه کې هم  مرسته او همکاري وکړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchq-nw.23nwwdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته