دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۱۸
د مطلب کود : 97897
د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي كتابتون د يو لړ مراسمو په ترڅ كې يو  ځل بيا پرانيستل شو

د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي كتابتون د يو لړ مراسمو په ترڅ كې يو  ځل بيا پرانيستل شو !
د افغانستان د علومو اكاډمي كتابتون چې د افغانسستان او  سيمې په كچه يو بې سارې كتابتون دى ، نن د يولړ مراسمو په ترڅ كې د افغانستان د علومو اكاډمي د عمومي رئيسېسرمحقق ثريا پوپل ، د بخشونو د معاونينو او د علومو اكاډمي د بېلابېلو څانګو د رئيسانو له خوا رسماً يو ځل بيا  پرانستل شو .
د افغانستان د علومو اكاډمي كتابتون چې د پښتو ټولنې او تاريخ ټولنې څخه علومو اكاډمي ته په ميراث پاتې شوى دا مهال د توزيع ، ريفرنس ، مجلو او اخبارونو او قلمي نسخو بېلابېلې برخې لري .
ياد كتابتون چې پخوا د علومو اكاډمي په پخواني تعمير كې يې فعاليت درلوده ، څه موده وړاندې د علومو اكاډمي نوي تعمير ته را ولېږدول شو ، چې له ترتيب ، تنظيم او يو لړ نويو كتابونو د ځاى پر ځاى كولو وروسته د علومو اكاډمي په نوي تعمير كې د علم او فرهنګ د مينه والو پر مخ پرانيستل شو .
بايد يادونه وكړو چې په دې كتابتون كې د هېواد يو لړ تاريخي خپرونې او آثار شتون لري ، چې په نورو ځايونو كې يې پيدا كېدل ستونزمن دي ، د علومو اكاډمي رئيس سرمحقق ثريا پوپل هېله وښودله چې له دې كتابتون څخه به د هېواد او  سيمې پوهان د خپلو څېړنو په برخه كې مثبته گټه واخلي .
همدا ډول د علومو اكاډمي د نشراتو د پلورلو له پاره هم د علومو اكاډمي له خوا يوه غرفه د نوي ښار د علومو اكاډمي په څلور لارې(زنبق څلورلارې)  كې پرانيستل شوه ، چې هېوادوالو ته به د علومو اكاډمي نشرات په تخفيف او اسانۍ سره وړاندې كړي او د پوهنتون محصلين او د كتاب مينه وال  به وكولاى شي ، چې له دغه ځايه د علومو اكاډمي ټول نشرات په وړ بيه ترلاسه كړي .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchq6nw.23nqwdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته