دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 118471
د پکتیا په ډنډ پټان کې شديده جګړه روانه ده
د ګردیز د ۴۰۲ سرحدي زون قوماندان عبدالبصیر خپلواک د دغې خبر په پخلي سره وايي چې په روانه جګړه کې يې يوه پوسته سوځېدلې او پينځه تنه‎يې ټپيان دي.

هغه په دې اړه څرګنده کړه: "شديده جګړه ده، زموږ يوې پوستې د سېلاب په نوم په هاوان لګېدلې، که په بل څه سوځېدلې ده او په همدې ځای کې زموږ پینځه سرتېري ټپيان شوي دي."

ښاغلی خپلواک وايي چې ځینو پوستو تاکتیکي شا ته تګ کړی او په منظم ډول غواړي، خپلې پوستې تر کنټرول لاندې ولري.

هغه زیاتوي: "نورو ځواکونو تاکتيکي عقب نيشني کړې ده او لا هم جګړه ده، دا دروغ دي، چې طالبانو زموږ نورې پوستې نيولې دي، داسې نه ده، زموږ ځواکونه په جګړه بوخت دي او جنګ شديد ده."

د پکتيا ولايتي شورا مرستيال حفيظ الله مبارز وايي چې پر پوستو جنګ روان دی او يوې پوستې سقوط کړی دی او تر اوسه هلته هېڅ مرستندویه ځواکونه نه‎شته.

هغه وايي: "د بېګاه راهيسې په پټان کې پر پوستو جګړه روانه ده، يوه پوسته سوې ده او څلور پينځه تنه ټپيان دي او لا هم شديد جنګ دی، هېڅ مرستندويه ځواکونه هلته نه دي تللي، لکه اردو او پوليس او که ور ونه رسيږي حالت به خراب شي او له کنټروله شايد ووځ."

دا جګړه داسې مهال پيلېږي چې وسله‎والو طالبانو د تېرې جمعې په ورځ د همدغې او ورڅېرمه نورو پينځو ولسواليو لار د احمدخېلو په شوات سره تنګي سيمه کې وتړله او ويې ويل چې په ختيځو ولسواليو کې ځانګړی عملياتي پلان لري خو اوس هم ياده لار تړلې او ښايي له مرکز ګردېز څخه په اسانۍ سره د ځمکې له لارې دغې جنګي سیمې ته مرستندویه ځواکونه ونه‎رسيږي.

د پټان په يادو سرحدي پوستو چې اوس جنګ روان دی، نږدې مياشت وړاندې هم پرې وسله‎والو بريدونه پيل کړي وو او پوستې يې نيولې وې، چې وروسته له ۲۵ ورځو عملیاتو پکې جګړه پای ته ورسېده او پوستو کې بېرته افغان ځواکونه ځای پر ځای شول.

دا په داسې حال کې ده چې د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په استولي پيغام کې ويلي دي چې دوی د ډنډې پټان ولسوالۍ څلور سرحدي پوستې نيولې دي او لا هم جګړې ته دوام ورکوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdchq6nzz23nzkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته