دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۲۱:۰۸
د مطلب کود : 122377
جمهور ریس غني: د افغانستان د سولې په خبرو کې د چین رول ارزښتناک دی
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته د چین ولسي جمهوریت سفیر ښاغلی یوجینګ خپل حضور ته ومانه.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د چین سفیر د چین د جمهور رئیس او خلکو سلامونه او نېکې هیلې جمهور رئیس غني او د افغانستان خلکو ته وړاندې کړې.

د چین سفیر وویل، افغانستان ته د چین د جمهور رئیس د مرستیال له سفر وروسته د افغانستان په هکله د چین د ولسي جمهوریت د مشرتابه تصور مثبت بدلون کړی او همدارنګه چین ته د جمهور رئیس غني له لومړي رسمي سفر وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي، اقتصادي، امنیتي او ولسي اړیکې په پام وړ توګه پراخې شوې دي.

هغه په یادو برخو کې د خپل هېواد د همکاریواو د اورګاډي د هغې کرښې د عملي کار د پیلولو ډاډ ورکړ چې افغانستان او چین سره نښلوي اوجمهور رئیس غني یې غوښتنه کړې وه، وویل، په دې اړه د همکاري سند به ډېر ژر لاسلیک او افغانستان به د دې لوی لارې جز شي.

هغه وویل، د سولې د تامین او د جنګ د پای په خاطر د څلور اړخیزو خبرو د میکانیزم د غړي په توګه د افغانستان د دولت د هڅو ملاتړ کوي.

د چین سفیر څرګنده کړه، چې په ولسي برخه کې د دواړو هېوادونو د اکاډمیکو پلاویو سفرونه او د افکارو تباله د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو او همکاریو د زیاتوالي لامل کېږي.

جمهور رئیس غني د افغانستان لپاره د چین د ملت او دولت د نېک نېت او همکاریو مننه وکړه او وې ویل، هیله ده چې د چین ټول مقامات له افغانستان څخه لیدنه وکړي.

جمهور رئیس د افغانستان د سولې د خبرو په څلور اړخیز میکانیزم کې د چین رول مهم وباله او په بېلابېلو په ځانګړي ډول د سولې په برخه کې یې د چین د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د هېواد جمهور رئیس وویل، ډاډه یم چې د دواړو هېوادونو تر منځ مناسبات او دوستي تر بل هر وخت ټینګه او د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه ده.
https://avapress.com/vdchqinzq23nixd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته