دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۷
د مطلب کود : 142771
ازبکستان او روسيه د افغانستان پر کانونو پانګو نه غواړي
د روسیې او ازبکستان یو شمېر شرکتونه غواړي، چې د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د منځنۍ آسیا لپاره د ولسمشرد ځانګړي ادارې سلاکار ابراهیم تمیل وایي؛ د روسیې او ازبکستان یو شمېر شرکتونه غواړي، چې د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي.
د نومکوړي په وینا؛ روسي او ازبک پانګوال غواړي، چې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. مونږ هم د کانونو وزارت له نوې رهبرۍ سره کارپیل کړی، چې زمینه ورته برابره شي.
د اقتصادي چارو کارپوه سید قیاس سعیدي وايي، د افغانستان په کانونو کې د روسيي او ازبک شرکتونو پانګونه کولی شي د هېواد د اقتصادي پراختیا او د کانونو د منظم استخراج سبب شي.
هغه له حکومته غواړي، چې له دې چانس نه لوړه ګټه پورته کړي.
د دوی په باور که د افغانستان په کانونو او نورو بېخبنايي پروژو کي د منځنۍ آسیا هېوادونو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره شي؛ هم به مو خلکو ته کارپیداشي او هم به مو هېواد له اقتصادي بحران څخه ووځي.
https://avapress.com/vdchqinzz23nkqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته