دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۱۱
د مطلب کود : 114970
د چین پلازمېنې پېکېنګ د ۲۰۲۲ کال د المپیک د لوبو د کوربه توب مقام ترلاسه کړ
د چین پلازمېنې پېکېنګ د المپیک د نړیوالې کمیټې IOC له خوا د ۲۰۲۲ کال د المپیک لوبو د کوربه توب مقام ترلاسه کړ.

پېکېنګ د المپیک د نړیوالې کمیټې د ۸۵ پلاوو د رایو ورکولو په جریان کې د قزاقستان له پلازمېنې الماتي څخه میدان وګاټه.

د المپیک د نړیوالې کمیټې رییس توماس باخ Thomas Bach پرون د مالیزیا په پلازمېنه کوالالامپور کې د کمیتې پرېکړه اعلان کړه: 

پېکېنګ او الماتي دوه کاله مخکې هغه مهال چې د المپیک د لوبو د کوربه ښار د غوراوي کار پیل شو، د سیالۍ په ډګر کې یوازې پاتې شول ځکه چې د اوسلو او ستوکهولم په ګډون څلور اروپايي ښارونه په سیاسي یا مالي دلایلو له دې جریانه ووتل.

د قزاقستان صدراعظم کریم ماسیموف د المپیک له نړیوالې کمیټې غوښتي و، چې د لومړي ځل لپاره د منځنۍ آسیا د یوه ښار په غوره کولو سره تاریخي پرېکړه وکړي. ده الماتي هغه ښار وباله چې طبیعي واوره، غرونه او د دېرشو کیلومترو په واټن کې دننه د هرراز لوبو لپاره ډګرونه لري.

د المپیک نړیوالې کمیټې نن همداراز د سویس لوزان ښار د ۲۰۲۰ کال د ځوانانو د ژمني المپیک د لوبو د کوربه په توګه غوره کړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژآنس (آوا)
https://avapress.com/vdchqknzv23nzwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته