دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۳۴
د مطلب کود : 104179
د پېښور د پېښې مغز متفکر ووژل شو
د پاکستان پوځ اعلان کړی چې ددغه هېواد په شمال لویدیځو قبایلي سیمو کې د ترهګرو پر پټنځایونو بریدونه دوام لري.
د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د پاکستان پوځ اعلان کړی چې نن سهار د پوځ جنګي جیټ الوتکو د خیبرایجنسۍ په تيرا سیمه کې د طالبانو پر سنګرونو بریدونه شوي او ۲۱ وسله وال وژل شوي.
داسې خبرونه هم خپاره شوي چې د تېرا په نني برید کې د پېښور د پېښې مغز متفکر، عمر نری هم وژل شوی دی.
د پاکستان پوځ پرون هم اعلان کړی و چې ددغه هېواد په شمال لویدیځ قبایلي سیمو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښته کې کابو ۳۲ ترهګر وژل شوي.
د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف په پېښور کې د پوځ پر یوه ښوونځي د طالبانوله برید وروسته وویل چې پوځ به د ترهګرو د بشپړ له منځه وړلو پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchqknzw23nvzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته