دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۲۱
د مطلب کود : 117175
جمهور رئیس غني : د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبین باید له خلکو سره لا ښه چلند وکړي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن سهار جمهوري ریاست د ارګ د توحید له ملي مرکز څخه د هېواد د قول اردوګانو، لواګانو او د ولایتونو له امنیه قوماندانانو او د ولایتونو د ملي امنیت له رئیسانو سره د هېواد د امنیتي وضعیت په هکله د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

جمهور رئیس د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له مسوولینو او منسوبینو څخه د وروستیو بریالیو عملیاتو د ترسره کولو له امله د مننې پرمهال وویل، هغوی چې په دغو عملیاتو کې مېړانه او اتلولي کړې باید تقدیر شي.

د هېواد جمهور رئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو قوماندانانو او افسرانو ته وویل، چې د عملیاتو پرمهال خپل منسوبین له خلکو سره لا ښه چلند ته وهڅوي. هغه زیاته کړه ، په کندز ولایت کې د وروستیو عملیاتو پرمهال امنیتي ځواکونو ته د ځینو منسوبو کسانو د ناوړه چلند او د خلکو د وهلو او ځورولو په هکله ځینې معلومات او شکایتونه ورته رسېدلي دي.



جمهور رئیس غني د خلکو وهل، ځورول او له هغوی سره ناوړه چلند د هېواد د نافذه او نړیوالو قوانینو، د بشر د حقونو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د دستورالعمل خلاف وبلل او اړوندو مسوولینو ته یې په ټینګار سره دستور ورکړ، چې د دغسې سرغړونو او ناوړه کړنو مخه دې ونیسي.



د هېواد جمهور رئیس وویل، له ترهګرو او خپلسرو وسله والو ډلو څخه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له عمده توپیرونو څخه یو دادی، چې د هېواد د نافذه، نړیوالو او بشردوستانه قوانینو او دستور االعملونو بشپړه پیروي کوي او د خپل نېک چلند له امله د خلکو په منځ کې نېک شهرت، د امن او باور فضا رامنځته کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchqqnzm23nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته