د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانگړی مفتش (سیگار) د افغان ملي پوځ تازه تشکیلاتي شمېرې په یو رپوټ کې چې د سه شنبې په ورځ خپور شو په ډاگه کړي دي.
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جان کمبل، دمخه دغې شمیرې پټې تثبیت کړې وې، خو دا کار د امریکا د کانگرس د یو شمیر غړو له نیوکو سره مخامخ شوی و.
د نویو شمېرو له مخې، دا مهال د افغانستان د ملي پوځ د پوځي او ملکي منسوبینو مجموعي شمیر شاو خوا ۱۶۹ زره تنه دی چې دا په تیرو دریو کلونو کې تر ټولو ټیټه شمیره گڼل شوې ده.
د سیگار په رپوټ کې ویل شوي دي چې د ۲۰۱۳ کال له سپتمبر څخه د ۲۰۱۴ کال تر سپتمبر پورې شاو خوا ۴٠ زره نومونه د افغانستان د ملي پوځ له تشکیلاتو وایستل شول.
د سیگار موندنې همداشان ښي چې په تیر یو کال کې څه دپاسه ۱۵۶۰۰ تنه د افغان پوځ له لیکو تښتیدلي دي چې دا د افغان اردو د تشکیلاتو اته عشاریه پنځه سلنه کیږي.
سیگار د افغان پوځ د تشکیلاتو په هکله د کره احصایي په نه شتون او د شمیرو په تناقض نیوکه کړې ده او هغه یې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په تمویل او تجهیز کې اساسي ستونزه گڼلې ده.
په لوړه کچه مرگ ژوبله
د افغانستان دولت د ملي پوځ د سرتیرو برسیره څه دپاسه ۱۵۰ زره ملي پولیس او شاو خوا محلي پولیس یا وسله وال ملیشه په واک کې لري.
سیگار رپوټ ورکوي چې د ۲۰۱۳ کال له سپتمبر څخه د ۲۰۱۴ تر سپتمبر پورې د افغان ملي پوځ څه دپاسه ۱۳۰۰ منسوبین په وسله والو نښتو کې وژل شوي دي. د ملي او سیمه ییزو پولیسو شمیره څرگنده نه ده.
د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د ماموریت په پای ته رسیدو او افغان پوځیانو ته د هیواد د امنیتي او دفاعي مسولیتونو په سپارلو سره ددې ځواکونو د مرگ ژوبلې شمیره لوړه شوې ده.
امریکایي ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو په ترڅ کې د افغانستان په گوټ گوټ کې څه دپاسه اته سوه پوځي اډې افغان ملي پوځ ته سپارلې دي. امریکا او متحدین یې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ په دوام ټینگار کړی دی.
د سیگار د رپوټ له مخې د امریکا متحده ایالتونو تر اوسه څه دپاسه ۳۴.۸ میلیارد ډالر د افغانستان د ملي اردو په زده کړو، تجهیز و تمویل لگولي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)