دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۱۳
د مطلب کود : 113674
د امنیتی ځواکونو د بېلا بېلو ګډو چاڼېزو عملیاتو پرمهال ۴۳ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې په کندز،فاریاب،ارزګان،نورستان،غزنی او هلمند ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۴۳ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول او ۲۵ تنه ټپیان شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي.
د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د هېواد ملي پولیس د دښمنانو په ځپلو او لمنځه وړلو کې خپلو کړنو ته جدیت او سرعت ورکړی څو د افغانستان نجیبو خلکو ته د خوندي امنیت په موخه لا زمینه برابره کړي او په دغه لار کې به د هیڅ راز سپمونو څخه ډډه ونه کړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchqxnzk23nz-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته