دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 113773
۸۹ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان د امنیتی ځواکونو د بېلا بېلو ګډو چاڼېزو عملیاتو پرمهال ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې په پروان،تخار،کندز،بدخشان،سرپل،کندهار،ارزګان،خوست،پکتیا او هلمند ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۸۹ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول، ۵۰ تنه ټپیان او ۲ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي. 
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ، ۷ کړۍ ماینونه چې د افغانستان دښمنانو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د میدان وردک،لوګر او نیمروز ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchqxnzx23nzqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته