دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 141475
نبیل: د پاکستان اټومي وسلې خوندي نه دي

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس، رحمت الله نبیل وايي سره له دې چې پاکستان یو اټومي هیواد دی او زیاتې اټومي وسلې لري، د ترهګرو د امن ځای دی او امکان لري چې دغه وسلې د ترهګرو لاس ته ولویږي.

نبیل له ډونالډ ټرمپه غوښتي څو د پاکستان د اټومي وسلو ساتنې ته د خپلو کارونو په لومړیتوبونو کې ځای ورکړي.

نبیل ویلي: "د پاکستان د اټومي وسلو په اړه اندیښنې د دغه هیواد له رسمي پاڼو مطرح شوي دي. اوس چې د امریکا نوې تګلارې جوړیږې باید دې اندیښنې ته پکې ځای ورکړل شي. پاکستان کې ډيرو مهمو کسانو هم د اټومي وسلو د خطرونو په اړه اندیښنې ښودلي."

ده د امریکا له ولسمشره څخه د پاکستان د اټومي وسلو د خوندیتوب ترڅنګ وسلي: "نړیواله ټولنه کولی شي، چې د اټومي اژانس له لارې د پاکستان اټومي وسلې وڅيړي. سیمه د التهابي کیدو په حال کې ده، موږ دا اندیښنې بیان کړي."

نبیل وایي اټومي نړیوال اژانس باید د پاکستان د اټومي وسلو پر خطرونو جدي څیړنې وکړي، ځکه څومره چې پاکستاني پوځيان پر طالبانو نفوذ لري، په هماغه اندازه طالبان هم د پاکستان پر نظامی بنسټونو کې نفوذ لري او د دغه هیواد د اټومي وسلو ځای ورته معلوم دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchqznzm23nkkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته