دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۴۲
د مطلب کود : 152707
د افغانستان ۱۳۹۷ مالی کال ملی بودجه سنا مجلس ته وړاندې سو
د مالیه وزیر تیره ورځ د ۱۳۹۷ مالی کال ملی بودجې مسوده مشرانو جرګه ته ارایه کړ.

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، اکلیل حکیمی؛ د مالیی وزیر تیره ورځ د عقرب په ۱۵ نیټه د داکتر فاروق وردک، پارلمانی چارو کی د دولت وزیر د ۱۳۹۷ مالی کال ملی بودجې مسوده مشرانو جرګه ته په رسمی توګه ارائه کړ او په دی اړه سناتورانو ته معلومات ورکړ.

د ۱۳۹۷ مالی کال ملی بودجه ۳۵۷۶ میلیارد افغانیو ته رسیږی. ۲۶۷ میلیارد افغانی عادی بودجه او ۹۰ میلیارده افغانی یی انکشافی بودجه تشکیلوی. د حکومت سهم د تمویل په برخه کی ۴۷.۵ سلنه دی او نورو د مرستو له لاری تمویلیږی.

د مالیه وزارت وایی: د راتلونکی کال ملی بودجه شفاف، ځوابګو، متوازن او اعتبار وړ دی. ددی وزارت په وینا، همدارنګه د ټولنی حقیتونو ته په کتو سره، موثریت او حکومت لمړیتوبونو او بین المللی معیارونو ته په کتو سره ترتیب سوی دی.

د مالیه وزیر د سناتورانو څخه وغوښتل ترڅو خپل نظریات ددی وزارت سره شریک کړی ترڅو معین وخت کی ولسی جرګه ته وړاندی کړی.

https://avapress.com/vdchvinzq23nmqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته